لاس رسیدونکی لینک

دايران لخوا دبيلسټک ميزائيل تجربه


امريکائي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط دميډيا ادارو ته وئيلي دي چې دغه تجربه په ٢١م نومبر شوې وه اؤ زياتوي چې په تجرباتي توگه دچلولو څخه وروستو ميزائيل هم دايران په حدودو کې پاتې شوى ؤ.

په امريکائي ميډيا مخې ته دراغلو خبرونو ترمخه ايران دملگرو ملتونو ددوؤ قراردادونو په خلاف ورزۍ کولو سره دمينځنۍ فاصلې پورې دوار کوونکي نوي بيلسټک ميزائيل تجربه کړې ده.

امريکائي چارواکو دنوم نۀ څرگندولو په شرط دميډيا ادارو ته وئيلي دي چې دغه تجربه په ٢١م نومبر شوې وه اؤ زياتوي چې په تجرباتي توگه دچلولو څخه وروستو ميزائيل هم دايران په حدودو کې پاتې شوى ؤ.

امريکائي ټي وي چينل فاکس نيوز داستخباراتي سرچينو له خُلې وئيلي دي چې دميزائيل دغه تجربه دپاکستان دپولې سره نزدې دايران ساحلي ښار چابهار سره نزدې شوې وه.؛

سږکال داکتوبر مياشت کې ايران اوږدې فاصلې پورې دوارکوونکي بيلسټک ميزائيل تجربه کړې وه چې دملگرو ملتونو امنيتي شورا يې غندنه کړې وه، وئيل کيږي چې امنيتي شورا تراوسه دې لړ کې غور کوي چې ددغه تجربې ځواب څنگه ورکړل شي.

له دې وړاندې په شوې تجربه سپينې ماڼۍ وئيلي وؤ ددې خبرې کلکې اشارې موجود دي چې تهران دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دهاغو قراردادونو خلاف ورزي کړې چې تعلق يې دايران دبيلسټک ميزائيل په اړه هلو ځلو سره دى.،خو دسپينې ماڼۍ وياند جوش ارنسټ وئيلي وؤ چې دغه خلاف ورزۍ دهاغه تاريخي جوهري تړون څخه په بشپړه توگه بيلې دي کومه چې دايران اؤ نړيوالو قوتونو ترمينځ شوې وه.

سږکال جولا ئي کي دشوي تړون لاندې به دايران خلاف لگيدلي زياتره بنديزونه دايران په جوهري پروگرام دبنديزونو په بدل پورته کړل شي.

سږکال ملگرو ملتونو دهاغو قراردادونو منظوري ورکړې وه چې پکې ايران ته وئيل شوي وؤ چې اتوؤ کلونو پورې دې دجوهري وسلو وړونکي بيلسټک ميزائيل باندې دکار کولو څخه ډډه وکړي.

د ملگرو ملتونو لخوا ٢٠١٠م کې دمنظور شوي يو قرارداد ترمخه په ايران دبيلسټک ميزائيل په تجربو بنديز لگيدلى ؤ.

XS
SM
MD
LG