لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې ته دې د مسلمانانو په راتګ مکمل بندېزاولګول شي، ټرمپ


ټرمپ تور لګولی چې د رايې عامه جائزې ښايې چې د مسلمانانو د ابادۍ غټه برخه د امريکې نه نفرت کوي .
ټرمپ تور لګولی چې د رايې عامه جائزې ښايې چې د مسلمانانو د ابادۍ غټه برخه د امريکې نه نفرت کوي .

د امريکې د ريپبلکن ګوند صدارتي کانديد ډونالډټرمپ وئيلي چې څو پورې د قوم مشرانو دا نه وي په ډاګه کړي چې اصل معامله څه ده امريکا ته دې د مسلمانانو په داخيليدو مکمل بندېز اولګول شي .

ټرمپ تور لګولی چې د رايې عامه جائزې ښايې چې د مسلمانانو د ابادۍ غټه برخه د امريکې نه نفرت کوي .

ټرمپ د ګل په ورځ وئيلي ، " د هغه وخت پورې چې مونږ د دغه مسلې په پوهېدو کې کامياب شوي نه يُو چې د دې نه کومې خطرې کېدی شي، زمونږ ملک په جهاد د يقين لرونکو د حملو نه بچ ساتل پکار دي کوم چې دليل نه مني او د انساني ژوند په احترام خبر نه دي" .

د مسلمانانو په ضد د ټرمپ سخت بيان کومه نوې خبره نه ده ، هغه په مبينه توګه د حکومت نه غوښتي ؤ چې جوماتونه دې په څار کې وساتي ، او هغه د خپل هغه مخکني تجويز رد هم نه دی کړی چې پکې هغه وئيلي ؤ په امريکا کې د مسلمانانو د نومونو ډېټابېس (ريکارډ) پکار دی چې د هغويې نومونه پکې درج وي .

د ټرمپ د ګل د ورځې دغه بيان نور هم سخت دی ، وئيل کيږي چې دغه ارب پتي په عامه توګه د مسلمانانو د عقيدې په اړه سخت بيانونه جاري کوي ، په کومو کې چې د پېرس او کيلي فورنيا په سان برنارډينو ښار کې د شوؤ ترهګر بريدونو نه پس زياتوالی ليدل کيږي .

د ټرمپ د بيان نه يو ورځ وړاندې امريکايي صدرباراک اوباما قام ته په ټيلي ويژن باندې وينا کې په دې خبره زور راوړی ؤ چې د ترهګر بريدونو په ترڅ کې دې مسلمانانو ته څه ونه وئيل شي .

سپينې ماڼۍ د ټرمپ د بيان غندنه کړې او دغه بيان يې د خپلو امريکايي اقدارو په ضد بللی دی .

د صدراوباما د خارجه امورو مشاور بېن رهوډز سي اېن اېن ته وئيلي زمونږ د حقونو په قانون کې د مذهب د ازادۍ د احترام په خبره زور راوړی شوی دی .

د فلورېډا پخواني ګورنر او ملګري صدارتي کانديد جېب بش په يو ټويټ کې وئيل چې د پاليسۍ د تجويزونو په معامله کې ټرمپ سنجيده نه دی .

د نيوجرسي ګورنر کرس کرسټي په وينا دا د کم عقلۍ بيان دی د کوم چې تعميري نتيجې نه وي .

د کونسل اف امريکن اسلامک ريليشنز مشر ابراهيم هوپر د ټرمپ د بيان په سختو ټکو کې غندنه کړې ، د هغه په وينا ټرمپ اوس فسطائي ډوله خيالات وړاندې کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG