لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډاولسن جنرال راحيل شريف سره ليدلي


رچرډاولسن وئيلي ، واشنګټن غواړي چې افغانستان کې د خبرو اترو د لارې امن پرځايې شي .
رچرډاولسن وئيلي ، واشنګټن غواړي چې افغانستان کې د خبرو اترو د لارې امن پرځايې شي .

د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکا ځانګړي استازي رچرډاولسن د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف سره د پوځ په جنرل هېډ کوارټر کې ليدلي دي .

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخو ا نن د ګل په ورځ جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د امريکې لخواد پاکستان او افغانستان دپاره ځانګري استازي رچرډاولسن او جنرال راحيل شريف په ليدنه کې د سيمه ييز امنيت او په خصوصي توګه د افغانستان په حالاتو خبرې اترې شوي دي .

رچرډاولسن په داسې مهال د پاکستان د پوځ مشر سره ليدلي ، چې نوموړي د اتوار په ورځ کابل کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ، واشنګټن غواړي چې افغانستان کې د خبرو اترو د لارې امن پرځايې شي .

" مونږ په دې يقين ساتو چې په افغانستان او سیمه کې استحکام د تشدد او د زورزیاتې ختمېدو ته اړتیا لري ، او نوموړي وئيلي مونږ په دې باوري يُو چې د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې بهیر په افغانستان او سیمه کې د تل پاتې سولې او ثبات دپاره لنډه او يواځينۍ لاره ده ".

نوموړي په دغه مهال وئيلي ؤ امريکا د طالبانود مشر ملااختر منصور په اړه مخې ته د راغلو مختلفو خبرونو څارنه کوي او ډېر زر به په دغې اړه سم خبر په ډاګه شي .

په تېرو څو ورځو کې د طالبانود مشر ملااخترمنصور په اړه داسې خبرونه خپاره شوي چې هغه د طالبانو په خپل مينځي جګړه کې سخت ژوبل شوی دی ، خو دوه ورځې وړاندې ملااخترمنصور په خپل غږ کې يو خپور کړي پېغام کې دغه خبرونه ردکړي او وئيلي يې دي د خپلو ملګرو په مينځ کې روغ رمټ موجود دی .

د پاکستان او افغانستان دپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدو وروسته رچرډاولسن په لمړي ځل د کابل او د پاکستان د پوځ د جنرل هېډ کوارټر دوره کړې ده .

رچرډاولسن په داسې مهال دغه دوره کړې چې د روان کال د جولائۍ په مياشت کې د پاکستان په کوربه توب په لمړي ځل د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ مخامخ خبرې شوې وې چې پکې د امريکې او چين استازو هم ګډون کړی ؤ .

ولي يوه مياشت پس بيا ددغو خبرو دويم ټاکل شوی پړاؤ هغه وخت د ځنډ ښکار شو چې کله د طالبانو د مشر ملاعمر مړينې خبر مخې ته راغلو .

د ملااخترمنصور د طالبانو د نوي مشر جوړېدونه پس په افغانستان کې د تشدد پېښې زياتې شوې اود هغې نه پس د پاکستان او افغانستان تر مینځ تعلقات د سخت تاؤ تریخوالي ښکار شوي او افغان حکومت په پاکستان تور لګوي چې افغانستان کې یې نااعلانه جګړه پیل کړې ده ، خو پاکستان دغه تورونه ردي او وايي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونک دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG