لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د کيليفورنيا د پېښې پلټنو کې مرستو ته تيار دی، چوهدري نثار


د کيليفورنيا په سان برنارډينو ښا ر کې د شورو په ورځ يوې ښځې او خاوند د ټولنيز وخدماتو په يو دفتر ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې ۱۴ کسان وژل شوي وو .
د کيليفورنيا په سان برنارډينو ښا ر کې د شورو په ورځ يوې ښځې او خاوند د ټولنيز وخدماتو په يو دفتر ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې ۱۴ کسان وژل شوي وو .

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي د امريکې په کيليفورنيا رياست کې د ډزو رامنځته شوې پېښه د غندنې وړ ده ، او نوموړي وئيلي ملک يې د دغه پېښې د تحقيقاتو په لړ کې امريکا سره مرستوکولو ته تيار دی .

د کيليفورنيا په سان برنارډينو ښا ر کې د شورو په ورځ يوې ښځې او خاوند د ټولنيز وخدماتو په يو دفتر ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې ۱۴ کسان وژل شوي وو .

د حمله کوؤنکو پېژندګلو د سيدرضوان فاروق او د هغه د ښځې تاشفين ملک په نومونو شوې وه ، او د ډزو په مهال پوليس سره په مقابله کې دواړه وژل شوي وو .

د رضوان فاروق د پلار تعلق د پاکستان سره دی خو هغه په خپله په امريکا کې پېدا شوی او لويې شوی دی ، او د هغه د ښځې تعلق هم د پاکسان سره دی .

چوهدري نثار پلازمينه اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل د کيليفورنيا په بريد کې د مشکوک حمله کوؤنکې تاشفين ملک تعلق د پاکستان سره دی خو د هغې پوره خاندان څو کاله وړاندې سعودي عرب ته منتقل شوی ؤ .

" د هغې تعلق د (پنجاب صوبې)د ډېره غازي خان سيمې سره دی خو ۲۰ يا ۲۵ کاله وړاندې هغويې سعودي عرب ته تلي دي ، کورنۍ يې هلته ده ، اود دغه جينۍ واده هلته شوی او د هلته نه بيا امريکې ته تلې ده پاکستان ته په دې مينځ کې تلې راغلې او دلته د تعليم په لړ کې پاتې شوې هم ده".

چوهدري نثار وئيلي د يو پاکستاني يا مسلمان په خپل يواځې سر غلط عمل باندې يو ملک يا ټول مذهب تورن کول سمه خبره نه ده .

هغه ووئيل " که يو سړی يا ښځه چې تعلق يې د پاکستان سره دی يا ؤ ، او هغويې يو غلط يا غېرقانونه عمل وکړو نو د هغې تور په پاکستان نه شي لګېدی او زياته يې کړه په نړيواله کچه د خپلې زمه وارۍ لاندې مونږ په دغه لړ کې هر قسمه مرستو ته تيار يُو مونږ (امريکا) ته وئيلي او چې کله هغويې زمونږ نه قانوني مرستې وغواړي مونږ به يې ورکړو".

نوموړي وئيلي د مذهب اسلام د ترهګرۍ سره هيڅ اړيکې نشته ، او د کيليفورنياد پېښې په ترڅ کې يې د اسلام ترهګرۍ سره نه تړلو په حواله د امريکا د حکومت د زمه واره رويې خپلولو ستاينه کړې ده .

بل لور ته د پاکستان د دفترخارجه هم لخوا نن د اتوار په ورځ جاري شوي يو بيان کې کيليفورنيا کې د شوي بريد په سختو ټکو کې غندنه شوې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG