لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:اچين کې په فضائي عملياتو کې د داعش وسله وال وژل شوي


افغان ځواکونه د بهرنو ځواکونو په ملاتړ د تېرو څو اوونو راهسې په دغه سيمه کې د داعش په ضد ځمکني او فضائي عمليات کوي
افغان ځواکونه د بهرنو ځواکونو په ملاتړ د تېرو څو اوونو راهسې په دغه سيمه کې د داعش په ضد ځمکني او فضائي عمليات کوي

د پاکستان پولې ته نزدې پرتې د افغانستان د ننګرهار صوبې په اچين ولسوالۍ (ضلع) کې د داعش د وسله والو په ضد ځمکني او فضائي عمليات شوي چې په نتيجه کې يې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي .

په سيمه کې د ملي اردو يو چارواکي محمدنعمان هاتفي امريکا غږ ته وئيلي ، چې د تېرې ورځې راهسې د اچين په بارو، باندر، دره بتن او تريلي په سيمو کې د داعش جنګيالو سره نښتې شوي او مورچې يې په نښه کړی شوي چې په نتيجه کې يې د داعش ۱۳ وسله وال وژل شوي دي .

خو افغان خبري ادارې پژواک په خپل راپور کې وئيلي چې په ننګرهار کې د داعش ۱۶ وسله وال وژل شوي دي .

خبري ادارې د ګورنر د وياند عطاالله خوږياڼي لخوا وئيلي چې فضائي عملياتو کې د وسله والو دوه دهشکې هم تباه کړی شوي دي .

چارواکو وئيلي په دغو عملياتو کې ځايي خلکو او امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوختی .

تېره ورځ هم د ننګرهار چارواکو وئيلي وو چې په اچين کې د داعش په ضد عملياتو کې د دغه ډلې ۳۳ وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي د داعش ډلې لخوا په تازه عملياتو تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی .

د ننګرهار صوبې اچين ضلع چې د پاکستان تيراه سيمې ته نزدې پرته علاقه ده ، داعش ډله په لمړي ځل هم په دغه سيمه کې ښکاره شوې وه .

افغان ځواکونه د بهرنو ځواکونو په ملاتړ د تېرو څو اوونو راهسې په دغه سيمه کې د داعش په ضد ځمکني او فضائي عمليات کوي خو سيمه ييز چارواکي او د دغه ځايې اوسېدونکي بيا وايي چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې کوم خاص پرمختګ نه دی شوی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG