لاس رسیدونکی لینک

چاډ: دريوؤ ځانمرگي بريدونو کې ٢٧ کسان وژل شوي


دغه چاؤدنه په يو مصروف مارکيټ کې هاغه وخت وشوه کله چې خلک دسودا په اخستو اؤ خرڅولو کې بوخت وؤ

دشمالي مينځني افريقا هيواد چاډ کې ددريوؤ ځانمرگيانو بريد کې لږ ترلږه ٢٧ کسان وژل شوي دي.

دچارواکو ترمخه دخالي په ورځ دچاډ جهيل دلويديز ساحل سره نزدې يوه جزيره کې دغه چاؤدنه په يو مصروف مارکيټ کې هاغه وخت وشوه کله چې خلک دسودا په اخستو اؤ خرڅولو کې بوخت وؤ، چاډ جهيل دنائجيريا، کيمرون اؤ نائيجر په پوله موقعيت لري.

دبريدکوونکو پيژندگلو نۀ ده شوې خو چارواکي وائيچې تندروه ډلې بوکو حرام دغه سيمه کې بريد کړى دى.

داکتوبر مياشت کې هم دوؤ ځانمرگي بريدونو کې ٤٧ کسان وژل شوي وؤ، دملگرو ملتونو دکډوالو ادارې ددغه بريد غندنه کړې وه، سيمه کې ميشته زياتره کسان کډوال دي.

دسرکاري اندازو ترمخه دچاډ جهيل ترڅنگ داوسيدونکو بې کوره شوؤ کسانو شميره خواؤشا ٦٠ زره ده اؤ چارواکو ټولو خلکو ته دبيدار اوسيدو خبردارى جاري کړى ؤ.

چارواکو وئيلي دي چې حکومت دبوکو حرام په ضد پوځي کارروائي پيل کوونکى دى، اوسني بريدونه دتندلارو له لوري دردعمل کارروايۍ گرځول کيږي.

XS
SM
MD
LG