لاس رسیدونکی لینک

لندن کې يو کس په خلکو د چاکو ګوزارونه کړي


يو کس په خلکو د چاکو د ګوزارونو نه وړاندې پرله پسې چغې وهلې چې " دا د شام دپاره دي" .

د برطانيې پوليسو وئيلي لندن کې د رېل ګاډي په سټېشن کې د يو کس لخوا د چاکو د ګوزارونو د ترهګرۍ د عمل په توګه پلټنې کوي .

د لندن په ختيز کې لېټنسټون سټېشن باندې چې دغه پېښه د خالي په ورځ رامنځته شوې ده ، يو کس په خلکو د چاکو د ګوزارونو نه وړاندې پرله پسې چغې وهلې چې " دا د شام دپاره دي" .

پوليسو د دغه کس په ضد عمليات کړي او نيولی يې دی .

چارواکو وئيلي د چاکو په ګوزارونو کې درې کسان ژوبل شوي دي ، چې پکې د يو حالت ډېر ټپي ښودل شوی دی .

د دغه حمله کوؤنکي کس په اړه نور تفصيل نه دی ورکړی شوی ، خو راپورونه د برطانوي چارواکو د خلې وايي چې برطانيه کې د ترهګرۍ سخت ګواښونه موجود دي .

روانه اوونۍ د برطانيې پارلمان په شام کې د تُندروه ډلې داعش په ضد د فضائي عملياتو منظوري ورکړې وه .

شام کې په روانو عملياتو کې په برخه اخيستو د برطانيې اولس رايې بدلې بدلې مخې ته راغلي دي .

د يوې تازه جائزې ترمخه ۴۸ فيصده خلک د دغو عملياتو په حق کې دي ، او تېر کال د ستمبر په مياشت کې دا شرح ۵۹فيصده وه .

XS
SM
MD
LG