لاس رسیدونکی لینک

امريکايان به ونه ويرول شي ، صدر اوباما


صدراوباما وئيلي " زمونږ زړونه د سان برنارډينو د خلکو سره دي کومه ټولنه چې په تشدد ولړزول شوه " .

د امريکې صدر باراک اوباما خپله اوونيزه وينا کې وئيلي چې د کيليفورنيا د پېښې نه به امريکايان ونه ويريږي ، د کومې پېښې په اړه چې سرکاري پلټنې روان دی .

د کيليفورنيا په سان برنارډينو د ټولنيزو خدماتو په دفتر يو ښځې او خاوند(جوړې) حمله کړې وه او ۱۴ کسان يې وژلي او ۲۱نور ژوبل کړي وو .

صدراوباما وئيلي " زمونږ زړونه د سان برنارډينو د خلکو سره دي کومه ټولنه چې په تشدد ولړزول شوه " .

نوموړي يو ځل بيا په ملک کې د وسلې قابو کولو په خبره زور راوړی دی .

يوه ورځ وړاندې امريکايي مرکزي تحقيقاتي ادارې وئيلي ؤ د دغه پېښې د موقعې نه د ترلاسه شوؤ شواهدو نه معلوميږي چې دا ترهګر بريد دی ، خو سپينې ماڼۍ وئيلي تراوسه داسې کومې اشارې نه دي مېلاؤ شوي چې د حمله کوؤنکو د کومې منظمې ډلې يا بهرنو ترهګرو سره اړيکې وې .

خپله اوونيزه وينا کې صدر اوباما وئيلي " د صدر په حېث دا زما لمړۍ ترجيح ده چې زه د امريکا د اولس سلامتي او تحفظ يقيني کړم دا هغه کار دی چې مونږ ټولو له ورته د امريکايي په حېث يو کېدل پکار دي د دې دپاره چې د ملک د دفاع دپاره هغه څه وشي کوم چې مونږ کولی شو " .

د هغه په وينا " مونږ امريکايان يُو بايد مونږ د خپلو اقداروسر لوړ وساتو، د کومو بنياد چې د يوې ازادې او باعزته ټولنې دی مونږ قوي يُو بايد ونه ويريږو " .

د صدر باراک اوباما دغه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی چې د خالي په سحر داعش ډلې د انګرېزۍ ژبې په خپلو نشرياتو کې دغې ښځې خاوند ته خپل عسکر او د عربۍ ژبې په نشرياتو کې يې ورته خپل پلويان وئيلي دي ، خو دغه ډلې د بريد زمه واري نه ده قبوله کړې .

د جمعې په ورځ لاس اېنجلس کې د سان برناډينو د پېښې په اړه د اېف بي ائي مرستيال مشر ډېوډ بوډچ د کوم ډاګيز ثبوت ورکولو نه ډډه کړې وه خو وئيلي يې وو چې د دغه پېښې د ځايې سره نزدې يو مات شوی موبائيل ترلاسه شوی دی .

بوډچ وئيلي چې د مشکوک کسانو د نورو سره په ټيلي فون رابطه وه ، او په ممکنه توګه د ټيلي فون نه شواهد ترلاسه کېدی شي .

بوډچ دا هم وئيلي چې هغه په فېس بک د هغې پوسټ مشاهده کوي ، په کوم پوسټ کې چې د کيليفورنيا په بريد کې ککړې پاکستانۍ تاشفين ملک د تُندره ډلې داعش سره د وفادارۍ وئيلي ؤ .

XS
SM
MD
LG