لاس رسیدونکی لینک

ترکي دې خپل پوځيان بيرته وغواړي،عراق


دخالي په ورځ دعراقي وزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې دترک پوځ ديو بټالين دغه سيمې ته داخله دعراق دخپلواکۍ خلاف ورزي گرځول شوې اؤ ورڅخه په سمدستي توگه دوتلو غوښتنه شوې ده.

عراق ترکي ته وئيلي دي په سمدستي توگه دې دعراقي سيمې نينوا څخه خپل پوځونه بيرته وبلي.

دخالي په ورځ دعراقي وزيراعظم ددفتر څخه جاري شوي بيان کې دترک پوځ ديو بټالين دغه سيمې ته داخله دعراق دخپلواکۍ خلاف ورزي گرځول شوې اؤ ورڅخه په سمدستي توگه دوتلو غوښتنه شوې ده.

په سرکاري ټي وي دخارجه وزارت يو بيان کې دترکي دغه گام يو بريد گرځول شوى اؤ وئيل شوي دي چې بغداد سره دڅه رقم مربوطو پوځي عملياتو تاثر غلط دى.

ترکي امنيتي سرچينو دجمعې په ورځ وئيلي وؤ چې په سلگونو پوځيان عراقي ښار موصل سره نزدې ځايې پځايې کړل شوي څوک چې به دداعش په ضد ځواکونو ته تربيت ورکوي.

دترک ميډيا ترمخه دغلته به ټينکونه اؤ بکتر بند گاډي هم ځايې پځايې کولى شي اؤ نوې پوځيان به سيمه کې دداعش په ضد دتربيت ورکوونکو اول څخه دموجودو ترک پوځيانو ځايې نيسي.

امريکائي چارواکو هم ددې خبرې پخلى کړى ؤ چې هغوي دعراق سره نزدې دترک بټالين تگ راتگ کتلى.

يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وائس اف امريکا ته وئيلي دي داسې معلوميږي چې ترک پوځيان تربيت ورکوي.

امريکا وائي دترک پوځ تعيناتي دتندروه ډلې داعش په ضد دائتلافي هلو ځلو برخه نۀ ده خو تعلق يې دعراق اؤ ترکي ترمينځ اشتراک سره کيدى شي.

دترکي چارواکو وئيلي دي چې امريکا اؤ خپل نور ائتلافي هيوادونه يې دخپلو پوځيانو دځايې پځايې کولو په اړه دوړاندې څخه خبر کړي وؤ.

XS
SM
MD
LG