لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي لال جومات سره دتاشفين ملک داړيکو ثبوت يې نۀ دى ترلاسه کړى


 دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان کې وياند وئيلي دي چې لندن کې وزيراعظم نواز شريف کوم امريکائي استازي سره ليدنه نۀ ده کړې اؤ په دغه اړه په ميډيا چليدلي خبرونه غلط اؤ بې اساسه دي.
دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان کې وياند وئيلي دي چې لندن کې وزيراعظم نواز شريف کوم امريکائي استازي سره ليدنه نۀ ده کړې اؤ په دغه اړه په ميډيا چليدلي خبرونه غلط اؤ بې اساسه دي.

دوزيراعظم نواز شريف وياند لندن کې وزيراعظم سره دامريکائي استازي دليدنې اؤ هغه ته دکيليفورنيا دحملې په اړه دملزمې تاشفين داسلام اباد دلال جومات سره درابطو په اړه دثبوتونو ورکولو ترديد کړى دى.

دميډيا راپورونه وائي چې دکېلېفورنيا حمله کې دککړو تاشفين ملک او سيد فاروق په کور کې د قران تفسير تفهيم القران هم پروت دی. په اردو ژبه کې ليکل شوی دغه تفسير د پاکستان د مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلې جماعت اسلامي مشر مولانا مودودي ليکلی دی. په پاکستان کې د مولانا مودودي مذهبي مخالفين د دغه تفسير په ځينو برخو د پخوا راسې نيوکې کوي خو د جماعت اسلامي غړي او په کالجونو او يونېورسټو کې د دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې ملگري د مولانا مودودي ليکلي کتابونه معتبر مذهبي لټرېچر گڼي.

دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بک دکيلي فورنيا دحمله کوونکې تاشفين ملک ته دپاکستان دحکومت لخوا جاري کړل شوى قومي شناختي کارډ هم جاري کړل شوى چې پکې دهغې نوم تاشفين ملک، دپلار نوم گلزار احمدملک، په ښي مټ دزخم نشان اؤ زيږون نيټه ١٣ جولا ئى کال ١٩٨٦م ښودل شوى دى.

دتاشفين ملک په دغه شناختي کارډ کې موجوه پته ،ډاک خانه خاص ، تحصيل تونسه، ضلع ډيره غاز خان ښودل شوې ده اؤ دهغې ددغه شناختي کارډ دمنسوخيدو نيټه ١٦مه فرورۍ کال ٢٠٢٢م ورکړل شوې ده.

درضوان فاروق خور سائره خان برطانوي خبري ادارې سره خبرو کې وئيلي دي چې زما په وهم اؤ گمان کې هم دا نۀ راتله چې زما ورور اؤ ورندار داسې څه کولى شي په ځانگړې توگه په داسې حالاتو کې چې په وادۀ خوښ وؤ اؤ دشپږو مياشتو يوه لور يې هم وه.

درضوان فاروق په اړه وئيل کيږي چې هغه کوم ملگري يې نۀ لرل اؤ تنها خوښى ؤ اؤ دتاشفين په اړه دهغې کورنۍ وئيلي دي چې هغه نرم گفتاره اؤ خيال ساتونکې ښځه وه.

درضوان اؤ تاشفين د کورنۍ وکيل ډيوډ چيزلي وئيلي دي چې تاشفين ملک يوه قدامت خوښې ښځه وه، هغې به برقعه اچوله، ډرائيونگ به يې نۀ کولو اؤ کور کې دسړو سره يې زياته راشه درشه نۀ وه.

خو دايف بي ائي ډائريکټر جيمز کومي وئيلي دي چې دغه واده کړې جوړه په بنيادي توگه دغيرملکي تندروه ډلو څخه متاثره وه خو هغه دا هم وائي چې دهغوي کومې دکومې تندروه ډلې دبرخې پاتې کيدو ثبوت نۀ دى ترلاسه شوى.

دامريکا دکيلي فورنيا رياست په سان برنارډينو ښار کې دمعذورانو مرکز کې دډزو دپيښې دلمړو پلټنو په مهال ددې خبرې ثبوت ترلاسه شوى چې ديو حمله کوونکي سيد رضوان فاروق تعلق په شکمنه توگه ترهه گرو سره ؤ.

دنيويارک ټائمز راپور کې دپيښې دپلټونکې فيډرل بيورو اف انوسټي گيشن( ايف بي ائي) دسينئر افسرانو له خُلې وئيل شوي دي چې دپيښې دمحرکاتو دپتې لگولو لپاره دحمله کوونکو موبائيل فونونه اؤ دکمپيوټر هارډډرائيو په گډون نور شهادتونه راټول کړل شوي دي.

دامريکائي نشراتي ادارې سي اين اي راپور کې دايف بي ار دچارواکو له خُلې وئيل شوي دي چې رضوان فاروق په شکمنه توگه غيرملکي ترهه گرو سره رابطه کې ؤ اؤ تاشفين سره دوادۀ کولو څخه وروستو هغه دتندلاريتوب په لوري مائل شوىؤ.

په ډاگه دې وي چې تيره ورځ دميډيا راپورونو کې دسرچينو له خُلې دعوه شوې وه چې وزيراعظم نواز شريف سره لندن کې يو سينئر امريکائي استازي ليدنه کړې اؤ هغه ته دامريکائي صدر براک اوباما پيغام رسولى دى.

راپورونو کې وئيل شوي دي چې امريکائي استازي نوازشريف ته دکيليفورنيا پيښه کې دککړې ملزمې تاشفين داسلام اباد دلال جومات دملا عبدالعزيز سره درابطو ثبوتونه ورکړي دي اؤ وئيلي يې دي چې دملزمې تاشفين دکور دلټون په مهال مُلا عبدالعزيز سره دهغې ويستل شوي عکسونه هم لاسته راوړل شوي دي.

دا هم وئيل شوي دي چې ياد شوي امريکائي استازي وزيراعظم ته مُلا عبدالعزيز سره دتاشفين ملک ويستل شوي عکسونه هم ښودلي دي.

دامريکائي ميډيا راپورونو ترمخه تاشفين ملک دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس باک دتندروه ډلې داعش دمشر بيعت هم کړى ؤ.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دکيليورنيا دحمله کوونکې تاشفين ملک په اړه امريکا هغوي سره تر دې مهاله رابطه نۀ ده کړې.

امريکائي چارواکو وئيلي دي چې کيليفورنيا کې دخپل خاوند ترڅنگ حمله کوونکې ښځې تاشفين ملک ته امريکائي ويزا دپاکستان څخه جاري شوې وه اؤ هغه په ممکنه توگه پاکستانۍ وگړې وه اؤ درضوان فاروق تعلق دپاکستان سره دى، فاروق هم په امريکا کې زيږيدلى اؤ دغلته يې پالنه شوې وه.

دميډيا راپورونو کې دعوه شوې ده چې وزيراعظم نواز شريف امريکائي استازي سره ليدنې لپاره پاکستان ته خپل تگ هم ځنډولى اؤ امريکائي استازي سره دليدنې څخه وروستو هغه لندن کې دخپل ورور اؤ پنجاب دوزيراعلي شهباز شريف سره هم ليدلي دي.

دوزيراعظم هاؤس څخه جاري شوي بيان کې وياند وئيلي دي چې لندن کې وزيراعظم نواز شريف کوم امريکائي استازي سره ليدنه نۀ ده کړې اؤ په دغه اړه په ميډيا چليدلي خبرونه غلط اؤ بې اساسه دي.

نن دوزيراعظم هاؤس څخه دجاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم نواز شريف په ٣٠م نومبر دمالټا اؤ فرانس سرکاري دوره کړې اؤ دلمړي څخه څلورم دسمبر پورې هغه لندن کې دخپلې کورنۍ سره موجود دى اؤ اوس وطن ته ستون شوى دى.

په ياده دې وي چې تاشفين ملک اؤ دهغې خاوند رضوان فاروق دامريکا کيليفورنيا رياست کې دمعذورانو دبحالۍ په مرکز ډزې کړې چې پکې ١٤ کسان وژل شوي وؤ اؤ پوليسو ځوابي کارروايۍ کې دغه دواړه ښځه اؤ خاوند وژلي وؤ.

په ياده دې وي چې سيد رضوان فاروق امريکا کې زيږيدلى ؤ اؤ دتاشفين دشهريت په اړه په فوري توگه معلومات مخې ته نۀ دي راغلي.

خو دکونسل اف امريکن اسلامک ريليشنز( سي اى ائي ار) دلاس اينجلس دايگزيکټيو ډائريکټر حسام ايلوش وينا ده چې دحمله کوونکې تعلق پاکستان سره ؤ

وروستو دامريکا دخارجه محکمې مرستيال وياند مارک ټونر واشنگټن کې مطبوعاتي کانفرنس ته وويل چې کيلي فورنيا کې دډزو پيښه کې دککړې ملزمې تاشفين ملک لړ کې په يقيني توگه څه نۀ شي وئيل کيدى چې هغه پاکستانۍ وگړې وه که نه؟

هغه وئيلي وؤ تاشفين ملک ويزا دپاکستان څخه ترلاسه کړې وه خو دا نۀ ده په ډاگه چې ملزمې ويزا په کوم کال کې ترلاسه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG