لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ شپږ او پنجاب په ۱۲ضلعو کې بلدياتي انتخابات روان دي


د بلدياتي انتخاباتو دپاره د ووټونو ورکولو عمل سحر د اووه نيموبجو نه پېل شوی او تر ماښام پينځه نيمو بجو پورې به بغېر د کومې دمې نه روان وي .
د بلدياتي انتخاباتو دپاره د ووټونو ورکولو عمل سحر د اووه نيموبجو نه پېل شوی او تر ماښام پينځه نيمو بجو پورې به بغېر د کومې دمې نه روان وي .

د پاکستان سندهـ صوبې سرښار کراچۍ په شپږو او پنجاب صوبې په ۱۲ ضلعو کې نن د خالي په ورځ د بلدياتي انتخاباتو درېمه او اخرنۍ مرحله روانه ده .

د اليکشن کمېشن د چارواکو ترمخه د بلدياتي انتخاباتو دپاره د ووټونو ورکولو عمل سحر د اووه نيموبجو نه پېل شوی او تر ماښام پينځه نيمو بجو پورې به بغېر د کومې دمې نه روان وي .

د اليکشن کمېشن ترمخه د کراچۍ په شپږو ضلعو چې پکې ملير، کورنګۍ، شرقي (ختيز)، منځنۍ، جنوبي او لوئيزه ضلع شاملې دي ، په شپږو واړو ضلعو کې د ۷۰ لاکه نه زيات ووټونه رجسټرډ دي .

د ښار په ټولو ۲۴۷ يونين کونسلو کې ۴۱۴۱ پولينګ سټېشنې جوړې کړی شوي چې پکې ۱۷۹۱ پولينګ سټېشنې ډېرې حساسې ګرځول شوي دي .

د اليکشن کمېشن ترمخه د ۲۴۷ يونين کونسلو باندې د ۵۴۸۳ کانديدانو ترمينځ مقابله روانه ده .

په ښار کې د مختلفو ځايونو نه د ووټونو د خپل وخت نه وروستو شوور کېدو خبرونه هم مخې ته راغلي دي .

په ښار کې د بلدياتي انتخاباتو په مهال د امنيت دپاره د پوليس سره رېنجرز او د پوځ دستې هم ځايې په ځايې کړی شوي دي .

بل لور ته د پنجاب صوبې په راولپنډۍ، سيالکوټ، نارووال، خوشاب،جهنګ، ملتان، مظفرګړهـ، راجن پور، ليه ، ډېره غازي خان، رحيم يارخان او بهاولپور ضلعو کې بلدياتي ټاکنې روانې دي .

د اليکشن کمېشن چارواکو وئيلي پنجاب صوبه کې هم د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي .

له دې وړاندې پنجاب او سندهـ صوبو کې د بلدياتې انتخاباتو لمړی مرحله د اکتوبر د مياشتې په ۳۱م نېټه او دويمه مرحله د نومبر دمياشتې په ۱۹م نېټه ترسره شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG