لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو مشر مُلا اختر منصور مړ دی؟ یو ځل بیا پاکستان


AFGHANISTAN-TALIBAN/EXCLUSIVE
AFGHANISTAN-TALIBAN/EXCLUSIVE

د افغانستان حکومتي چارواکي واېي د افغانستان د طالبانو مشر مُلا اختر منصور په پاکستان کې د طالب وسله والو کمانډرانو خپل منځه جگړې په وخت د ژوبل کیدلو وروستو مړ دی – څیړونکي واېي افغان طالبان د مُلا اختر منصور د وژلو کیدلو خبر گنگس کړي دي ، په اسلام اباد کې د افغان طالبانو د فعالیتونو څارونکی خبریال طاهر خان واېي که طالبانو د منصور تازه قوي غږ، عکس، یا فلم راښکاره نه کړو نو دا خبربه یقيني شي چې منصور مړ دی-

د افغانستان لومړي مرستیال صدر ویاند سلطان فیضي په خپل ټویټر ليکلي دي ( دطالبانو مشر د ژوبل کیدلو وروستو مړ شوی دی) خو طاهر خان واېي د افغان چارواکو دغه خبر یوه اړخیزه دعوا ده او تر څو چې طالبانو خپله نه وي منلي نو سکوټه خبره کول امکان نه لري- خو طاهر خان دا پیش بيني هم کوي چې که چري طالبانو د خپل امير د ژوندي کیدلو څه ثبوت وړاندې نه کړو نو گویا بیا به خلق خپل شکونه قوي وگڼي-

افغان طالبان د خپل مشر د مرگ خبر رد وي او واېي دا د طالبانو تر مينځه د اختلافونو پیدا کولو حکومتي هڅه ده-

دافغانستان د لومړي مرستيال صدر عبدالرشيد دوستم وياند سلطان فيضي تیره ورځ ويلي وو چې د طالبانو کمانډرانو ترمنځه جگړه دنهې په ورځ دپاکستان د جنوب لويديز ښار کوټه سره نزدې کچلاغ کې شوې ده- ځيني مطبوعات واېي چې ملا منصور دطالبانو ديو بل مشر ملا عبدالله سرحدي سره د صلاح مصلات لپاره هلته ورغلى ؤ.

طاهر خان واېي د طالبانو تر منځه نه یواځې نظریاتي اختلافونه دي بلکې دوېي د قبیلو په زړو بدیو کې هم ښکیل دي - سږکال دجولا ئي په مياشت کې دطالبانو مشر ملا عمر دمړکیدلو د خبر نه وروستو طالبانو اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى ؤ خو د طالبانو په چارو نظر لرونکي وا ېي په اختر منصور ټول طالبان صلاح نه وو- څه موده وړاندې د طالبانو یو مهمه کمانډر ملا رسول دملا منصور نه د بغاوت اعلان کړی ؤ او ځان له یې بیله ډله جوړه کړې وه- خبرونه واېي د طالبانو ځيني مهمه مشران د مولا اختر منصور په مشرۍ خو‍شاله نه وو چې مولا رسول او مُلا دادالله هم پکې شامل وو-

گمان کیږي چې مُلا عمر په پاکستان کې مړ ؤ- د هغه د مړ کیدلو په حقله افغان حکومت وئيلي ؤ د کال 2013م د اپرېل په مياشت کې پاکستان کې مړ شوی دی ، او د افغانستان استخباراتي ادارې (اېن ډي اېس) وئيلي وو ملاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په يو هسپتال کې مړ دی .د پاکستان چارواکو ددغه خبر تردید کړی ؤ-

رپورټونه وايي د طالبانو د نوي مشر انتخاب د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د طالبانو د کوټه شورا کړی وو. باوجود ددې چې د پاکستان چارواکو په کوټه کې د مُلا اختر منصور د مړ کیدلو یا ژوبل کیدلو خبر رد کړی دی خو گڼ شمیر رپورټونه واېي په کوټه کې د طالبانو شورا فعاله ده- د کوټه شورا په حقله گمان کیږي دوېی د پاکستان دپوځ د سیوري لاندې ناست دي او د طالبانو د ټولو مهمو پریکړو اختیار لري – پوښتنه دا پیدا کیږي چې د افغانستان د طالبانو شورا مرکز د افغانستان په ځاېي په کوټه کې ولی دی- افغان څیړونکي په خپلو خبرو کې تور پورې کوي پاکستان تل د خپلو گاونډیانو سره دوه مخيزي کړې ده او د خپلو سیاسي گټو لپاره یې تربیه کړې پټې ملیشې ساتلې دي-

په افغانستان کې دامريکا یو پخواني لوړپوړي پوځي مشر جنرال ميک کرسټل په یوه مرکه کې ویلي وو دطالبانو د سر مشران دپاکستان په کوټه کې پټ دي-

د پاکستان یو پخواني دفاع وزير چوهدري احمدمختار یوځل په خپله یوه مرکه منلی وه په کوټه کې د طالبانو د شورا په ضد حکومت گامونه اخستي دي-
په پاکستان کې د طالبانو مهمه مشران مُلا عبد الغني برادر، مُلا اخوند، جلاالدين حقاني او سراج الدين تر ډیرې مودې پورې پاتې شوي او د نړۍ تر ټولو خطرناکه تر هگر تنظيم القاعده مشر اسامه بن لادن هم په پوځي ښار ایبټ اباد کې امريکایایې ځواکونو په ځانگړي عملیاتو کې وژلی ؤ-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG