لاس رسیدونکی لینک

امريکا به پوځي زنانه ؤ ته جگړه کې دبرخې اخستو اجازه ورکوي


دامريکا ددفاع وزير دزيارت په ورځ پينټاگون کې اعلان کړى چې” دې کې به چاته استثنا نۀ وي ترلاسه“

راتلونکي کال څخه پينټاگون دامريکا پوځي زنانه ؤ ته جنگي مشن کې دبرخې اخستو اجازه ورکوي چې له دې وروستو به هغوي دجگړې ميدان کې ټينک چلولى اؤ دمارټر گولې ورولى شي.

دامريکا ددفاع وزير دزيارت په ورځ پينټاگون کې اعلان کړى چې” دې کې به چاته استثنا نۀ وي ترلاسه“

هغه وويل دامريکا په رضاکارانه توگه بهرتي کړل شوى جنگي ځواک ٢١مه صدۍ کې دهيواد نيمه ابادي نۀ شي نظراندازه کولى اؤ” مونږ ته دښځو په گډون څومره چې ممکن وي همددغه هومره لويې ابادۍ څخه خپل قوت اخستل پکار دي، مونږ ته دهاغه شخص څخه کوټلې گټه اخستل پکار دي څوک چې زمونږ په معيار پوره خيژي“

د١٩٧٠ء دلسيزې دمينځ څخه ښځې په تدريجي توگه دجگړې په اړه دفرائضو ترسره کولو په لوري روانې دي ، په دغه مهال په لمړي ځل هغوي دپوځي سروس اکيډيمو ته دتللو اؤ امريکائي پوځ کې دشامليدو لپاره جوگه گرځول شوې وې.

کارټر وويل دامريکا درې وسله وال پوځونه دښځو دتر ټولو خطرناکو اؤ سختو ملازمتونو کې دبرخې اخستو په حق کې دي خو ميرين کور دتحقيقي مطالعو په اساس ښځې دځينو ملازمتونو څخه مستثنا گرځول غواړي چې پکې ليدل شوي چې دښځو گډون دجنگي ځواکونو کارکردگي کموي.

دريوؤ کلونو پورې دجائزې وروستو کارټر وويل دغو تحقيقي مطالعو ته په مختلف نظر گوري اؤ فکر کوي چې دنوؤ ضابطو نافذيدو څخه وروستو به دميرين کور تحفظات لرې کړى شي.

هغه وويل ټولو وسله والو پوځونو کې به دکار اؤ فرائضو په اړه پريکړې دصنف پځائې دصلاحيت په اساس کولى شي خو ضروري نۀ ده چې دبرابرې موقعې مطلب برابر گډون هم وي ځکه چې ځينو کارونو لپاره بدني توان اؤ ځينو مشنونو کې بين المللي حقيقتونه هم په نظر کې ساتل کيږي.

XS
SM
MD
LG