لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: يونان څخه دراليږل شوؤ پاکستانيانو بيرته ليږلو امر


 دداخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي ېچ دپاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف ائي اى دغه ګام دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان په امر کړى
دداخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي ېچ دپاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف ائي اى دغه ګام دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان په امر کړى

دپاکستان دکورنو چارو دوزارت ترمخه يونان څخه ٣٠ ناتائيده ملک بدر کړى شوي کسان ديوې ځانګړې الوتکې له لارې اسلام اباد ته ورسول شوي خو چارواکو دغه کسانو ته دالوتکې څخه دورکوزيدو اجازه نۀ ده ورکړې.

دداخله وزارت لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي ېچ دپاکستان وفاقي تحقيقاتي ادارې ايف ائي اى دغه ګام دکورنو چارو دوزير چوهدري نثار علي خان په امر کړى ځکه چې دغه کسان په غيرقانوني توګه پاکستان ته ليږل شوي دي.

بيان کې دچوهدري نثار په اړه وئيل شوي دي چې دناتائيده کوائف په اساس به دهر هيواد څخه هر شخص پاکستان ته دملک بدر کولو صورت کې هغه هم په هاغه الوتکه کې بيرته ليږل کيږي.

بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې اروپائي اتحاديې سره دټولو معاملو دفيصله کيدو باوجود هم ديو اروپائي هيواد له لوري دپاکستاني قوانينو خلاف ورزي شوې ده دکوم چې به يو صورت کې هم اجازه نۀ ورکول کيږي.

هغه وئيلي دي چې ځينې هيوادونه ددغه غيراخلاقي، غيرانساني اؤ غيرقانوني طريقه کار اودرولو لپاره زمونږ په پخه اراده پوهيږي نه

داروپائي اتحاديې دمائيګريشن کمشنر دميترس اوراماپولس تيره مياشت دپاکستان دوره کړې وه چې پکې دداخله وزارت ترمخه هغه پاکستان ته باور ورکړى ؤ چې راتلونکې مياشت کې به دپاکستان تحفظات په نظر کې ساتل کيږي اؤ ديو واضحه طريقه کار لاندې به اروپا څخه پاکستاني مهاجرين وطن ته بيرته ليږل کيږي.

په ياده دې وي چې تيره مياشت دپاکستان اؤ اروپائي اتحاديې ترمينځ ٢٠٠٩م کې دغيرقانوني مهاجرينو پاکستان ته دليږلو په اړه ديو تړون دځنډولو اعلان شوى ؤ.

په دغه موقع دکورنو چارو وزير وئيلي وؤ چې پرته له وجې ښودو څخه به اروپا څخه راليږل کيدونکي کوم تن نۀ شي قبلولى، هغه دا هم وئيلي وؤ چې دداخله وزارت داجازې اؤ پاکستاني سفري دستاويزاتو پرته به پاکستان ته په ورتلونکې الوتکه جرمانه هم لګولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG