لاس رسیدونکی لینک

دملا منصور دژوبل کيدو اطلاعات رد


دافغانستان اول مرستيال صدر عبدالرشيد دوستم وياند سلطان فيضي وئيلي دي چې دغه نښته دنهې په ورځ دپاکستان جنوب لويديز ښار کوئټه کې هاغه مهال شوې کله چې ملا منصور دطالبانو ديو بل مشر ملا عبدالله سرحدي سره ليدلو لپاره ورغلى ؤ.

دافغان طالبانو يوې مرکزي ډلې دهاغو اطلاعاتو ترديد کړى چې پکې وئيل شوي وؤ طالب مشر ملا اختر منصور پاکستاني سيمه کې دطالبانو ترمينځ نښته کې سخت ژوبل شوى دى.

دافغانستان د اول مرستيال صدر عبدالرشيد دوستم وياند سلطان فيضي وئيلي دي چې دغه نښته دنهې په ورځ دپاکستان جنوب لويديز ښار کوئټه کې هاغه مهال شوې کله چې ملا منصور دطالبانو ديو بل مشر ملا عبدالله سرحدي سره ليدلو لپاره ورغلى ؤ.

افغان چارواکي وخت په وخت په پاکستان تور لګوي چې پخپله هيواد کې يې طالب جنګيالو ته پناه ورکړې، هغوي ته لارښوونې کوي اؤ قابو کوي يې خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي اؤ وائي افغانستان کې دامن پلوي دى.

دسلطان فيضي په قول دليدنې په مهال دتاؤتريخوالي څخه وروستو دغلته ډزې پيل شوې چې په نتيجه کې يې ملا منصور سخت ژوبل شو اؤ شپږ طالبان ووژل شول، ملا منصور هسپتال ته منتقل کړل شوى خو دهغه دحالت لړ کې کوم تائيد شوي اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.

فيضي دخپل دغه بيان دپخلي لپاره کوم ثبوت نۀ دى وړاندې کړى اؤ پاکستاني چارواکو ددغسې کومې پيښې څخه دبې خبرۍ څرګندونه کړې ده.

دملا منصور دډلې وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبرونه رد کړي اؤ وئيلي يې دي چې دغسې کومه پيښه نۀ ده رامينځته شوې اؤ ملا منصور هم په افغانستان کې دى.

وياند خبري ادارې روئيټرز ته وئيلي دي دغه يوه بې اساسه افواه ده، اختر محمد منصور بيخي روغ رمټ دى اؤ هيڅ پرې نۀ دي شوي، هغه ددغې افواه ټول تور په افغان استخباراتي ادارې لګولى.

سږکال دجولا ئي مياشت کې دطالب مشرا ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو طالبانو اختر منصور خپل نوى مشر ټاکلى ؤ خو دقيادت پسر وروستو دطالبانو دمختلفو ډلو ترمينځ اختلافونو سر راپورته کړو.

تيره مياشت ملا رسول دملا منصور څخه دبيلتون اعلان وکړو اؤ دخپلې بيلې ډلې دجوړولو اعلان يې وکړو.

پاکستان کې دملا منصور دژوبل کيدو په اړه دغه اطلاعات په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې دڅو مياشتو دتاؤتريخوالي وروستو دپاکستان اؤ افغانستان مشرانو دخپل مينځي اړيکو دښه کيدو هيله څرګنده کړې اؤ په دې خبره يې ټينګار کړى چې افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دجوړجاړي دعمل دبيا پيل کيدو ضرورت دى.

XS
SM
MD
LG