لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دداعش لخوا په شکمنه توگه دروسي”جاسوس“ سرقلم


 جاري شوې ويډيو کې په ظاهره دروسي ژبې وئيونکى يو تن وائي هغه روس لپاره جاسوسي کړې اؤ وروستو يو بل روسي ژبه وئيونکى تن دهغه څخه سر قلموي.
جاري شوې ويډيو کې په ظاهره دروسي ژبې وئيونکى يو تن وائي هغه روس لپاره جاسوسي کړې اؤ وروستو يو بل روسي ژبه وئيونکى تن دهغه څخه سر قلموي.

شام اؤ عراق کې دفعاله تندروه ډلې داعش لخوا په شکمنه توگه جاري کړل شوې يوه ويډيو کې ښودل شوي دي چې دروسي ژبې وئيونکي يو تن څخه سر قلم کيږي.

جاري شوې ويډيو کې په ظاهره دروسي ژبې وئيونکى يو تن وائي هغه روس لپاره جاسوسي کړې اؤ وروستو يو بل روسي ژبه وئيونکى تن دهغه څخه سر قلموي.

دغه ويډيو چې عنوان يې دى اى روسيانو تاسو به مايوسه کيږئ اؤ رسوا کيږئ ، کې يو مظلوم تن خپله پيژندگلو دميگوميد خاسيف په نوم سره کوي اؤ وائي چې تعلق يې دچيچنيا پلازمينې گروزني سره دى، دغه تن وائي چې دروس وفاقي امنيتي ادارې دداعش دجاسوسۍ لپاره بهرتي کړى ؤ دکوم څخه وروستو چې هغه دترکي په لاره دداعش دقبضې لاندې سيمې ته داخل شوى ؤ.

ددغه تن دسر قلمولو څخه وړاندې دهغه قاتل دروس اؤ صدر ولاديمير پيوټن غندنه کوي، هغه وائيپيوټن، زما واوره، ستا دراتللو څخه وړاندې داسد حکومت په مونږ بمباري وکړه ، له دې وروستو امريکايانو دخپلو بزدلو ائتلافيانو سره په گډه په مونږ بمباري وکړه اؤ له دې وروستو تۀ په مونږ بمباري کوې، ستا دبمبارۍ سره دمعصومو مسلمانانو دقتل څخه پرته بل هيڅ ترلاسه نۀ شول، تۀ به ديو نوې ماتې سره مخ کيږې؟ تاسو ته به پخپلو کورونو کې هم امنيت نۀ ترلاسه کيږي

دتندروه ډلې داعش نگيالو تير کال عراق اؤ دشام په گڼو سيمو دقبضې څخه وروستو دغلته تش په نوم دخپله اړخ دخلافت اعلان کړى ؤ اؤ ددغه ډلې دجنگيالو لخوا سيمه کې دمذهبي اؤ مسلکي اقليتونو خلاف ظلمونه کيږي.

دغه ډلې له دې وړاندې دامريکا، اروپا، چين اؤ جاپاني وگړو ترڅنگ داردن يو پائيلټ هم قتل کړى دى.

دامريکا په مشرۍ ائتلافي هيوادونو ددغه ډلې په ضد کارروايۍ پيل کړي اؤ روس هم سږکال شام کې روانو خپلو فضائي کارروائيو کې ددغه ډلې دپه نخښه کولو دعوه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG