لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر اشرف غني لخوا پاکستان سره داړيکو ښه کيدو هيله


 داشرف غني وينا وه چې پاکستان طالب جنگيالو سره تماسونو نيولو کې کردار ادا کولى شي.
داشرف غني وينا وه چې پاکستان طالب جنگيالو سره تماسونو نيولو کې کردار ادا کولى شي.

يو فرانسيسي ټيلي ويژن سره خبرو کې دافغانستان صدر اشرف غني پاک افغان اړيکو کې دتاؤتريخوالي وروستو راتلونکو څو مياشتو کې پاکستان سره اړيکو کې دښه والي هيله څرگنده کړې ده.

اشرف غني دگل په ورځ پيرس کې پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره يوه مهمه ليدنه کړې وه اؤ په دغه مهال پاکستاني وزيراعظم هغه ته دافغانانو په مشرۍ دافغان امن عمل دملاتړ باور ورکړى ؤ.

افغان صدر دکلونو راهسې ددواړو هيوادونو ترمينځ دهغه په قول دغيراعلانيه دښمنو دحالت څخه وروستو په دغه اړه دسمدستي پرمختگ په اړه محتاط ؤ خو وې وئيل چې هغه راتلونکې اوونۍ کې دپاکستان ددورې کولو په بلنه غور کوي.

افغانستان تور لگوي چې دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دتشدد پيښو کې ککړو طالب جنگيالو ته داسلام اباد څخه لارښوونې کيږي اؤ هم ددغه ځايې څخه قابو کولى شي ، خو پاکستان دغسې تورونه ردوي.

داشرف غني وينا وه چې پاکستان طالب جنگيالو سره تماسونو نيولو کې کردار ادا کولى شي.

افغان صدر وويل چې پاکستان دمينځگړي کردار ادا کولى شي خو ددې لپاره ورته دباور ترلاسه کولو ضرورت دى.

څيړونکي وائي داشرف غني دغه څرگندونې دې لوري ته اشاره ده چې افغان حکومت دجوړجاړي دعمل بحالۍ ته راضي دى.

پاکستان سږکال دجولا ئي په مياشت کې داسلام اباد سره نزدې دسيلگرۍ په مقام مري کې دکابل دحکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ دنيغ په نيغه سولې دخبرو کوربه توب کړى ؤ، په تيرو ١٤ؤ کلونو کې ددواړو خواؤ(طالبانو اؤ افغان حکومت) ترمينځ دغه لمړۍ رابطه وه اؤ ورسره افغانستان کې دستونزې دهواري لپاره هيلې پيدا شوې وې، دچين اؤ امريکا چارواکو دغو خبرو کې دمبصرينو په توگه شرکت کړى ؤ.

خو دخبرو اترو دوهم پړاؤ ټاکل شوى دوهم پړاؤ وروستو له هغې وځنډيدو چې دوه کاله دمخه دطالب مشر ملا عمر دمړينې انکشاف وشو، دکوم څخه وروستو چې طالبانو افغانستان کې د٢٠٠١ء کاله څخه راپديخوا تر ټولو زياتې خپلې هلې ځلې غزولي.

که هر څو افغان حکومت هم دخبرو اترو له لارې خپل هيواد کې دامنيت دټينگښت پلوي دى خو په دغه اړه کابل کې شکونه کيږي اؤ افغان چارواکي تور لگوي چې پاکستان اوس هم افغانستان کې دطالب ياغيتوب ملاتړ کوي، اسلام اباد دغه تورونه ردوي اؤ وائي افغانستان کې امن دهغوي دسلامتۍ لپاره ضرورى دى نو ځکه دافغان امن عمل بشپړ ملاتړ کوي.

تر دې مهاله دا نۀ ده په ډاگه چې طالبان به په دغسې مذاکراتو کې تر څومره حده خوښي ولري په ځانگړې توگه دافغانستان په کندوز ښار دقبضې څخه وروستو کومه چې دتيرو ١٤ؤ کلونو په مهال دطالبانو تر ټولو لويه فتح گڼلى شي اؤ ددې ترڅنگ سږکال دجولا ئي په مياشت کې دملا عمر دمړينې دخبرو وروستو دقيادت پسر هم دطالبانو ترمينځ اختلافونه راولاړ شوي اؤ هغوي په بيلا بيلو ډلو کې ويشل شوي دي.

خو اشرف غني وائي چې اوس هم ځينې داسې عناصر کيدى شي چې دامن ميز ته راتللو ته اماده دي.

افغان صدر وويل چې دطالبانو ډلې دي، مونږ به دغو کې دځينو سره خبرې کوؤ اؤ کۀ چرې په هغوي کې ځينې دپاکستان په مينځگړتوب سره راځي، نو دا داسې څه دي مونږ ته پرې دخبرو ضرورت دى

تيره اوونۍ طالبانو شيرمحمد عباس ستانکزى قطر کې دخپل سياسي دفتر مشر ټاکلى ؤ اؤ دڅيړونکو وينا ده چې دا ددې خبرې په لوري يوه اشاره وه چې طالبانو دخبرو لپاره تيار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG