نيټو وئيلي افغانستان کې به په کال ۲۰۱۶م کې ۱۲زره عسکر پرېږدي ، د دې دپاره چې دا خبره ېقيني کړي چې دغه ملک بيا د ترهګرو دپاره محفوظ ځايې جوړ نه شي .
د نيټو سيکرټري جنرال ينزاسټولنبرګ د نهې په ورځ وئيلي چې د اتحاد لخوا د ۱۲ زره عسکرو پاتې کول په دغه هېواد کې د مرستندويه مشن برخه ده .
نوموړي ووئيلي د نيټو د ځواکونو پاتې کېدل په افغانستان کې د نېټو د موجودو عسکرو مطابق شمېره ده .
سټولنبرګ د اتحاد د خارجه وزيرانو د پرېکړې د توثيق نه وروستو دغه اعلان کړی دی .
د ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱م د ترهګرو بريدونو نه پس امريکا او اتحاديانو يې په افغانستان کې جنګ پېل کړی ؤ او افغانستان يې د طالبانو نه اخيستی ؤ .
نېټو په کال ۲۰۰۳م کې دد غو عملياتو کمان سمبال کړی ؤ او په کال ۲۰۱۴م کې يې په افغانستان کې د جنګي عملياتو ختمولو نه پس اوس دغلته د افغان ځواکونو مرستې ، تربيت او هغويې ته مشورې ورکوي .
د نيټو اتحاد لخوا په افغانستان کې د عسکرو پرېښودو اعلان په داسې مهال شوی چې طالب وسله والو په دغه هېواد کې حملو ته زور ورکړی او تُندروه ډله داعش هم ځان مظبوطوي .