د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ کې نامعلومو وسله والو د ملټري پوليس په يو ګاډي ډزې کړي چې په نتيجه کې يې ګاډي کې ناست دوه سرتيري وژل شوي دي .
په کراچۍ کې ملټري پوليس باندې د ډزو پېښه نن د نهې په ورځ د ښار په مرکزي صدر علاقه کې اېم ای جناح روډ باندې په يو مصروف مارکيټ کې رامنځته شوې ده .
د ښار د جنوبي سيمې د پوليس مشر ډي ائي جي جميل احمد د پېښې په ځايې مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، د ملټري پوليس ګاډی په ځايې ولاړ ؤ ، او په دغه مهال پرې په موټر سائيکل سواره پټ مخي وسله وال راغلي او ډزې يې پرې کړي دي .
د ښار د سول روغتون چارواکو وئيلي د ملټري پوليس د يو سرتېری مړی او بل په ژوبل حالت کې روغتون راوړل شوی ؤ ، چې وروستو ژوبل عسکر هم ژوند د لاسه ورکړو .
د چارواکو په وينا د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د حوالدار ارشد او بل لانس نائيک راشد په نومونو شوې ده .
د ډي ائي جې په وينا د ډزو د موقعې نه ورته د نائن اېم اېم تماچې د کارتوسو تش خولونه ترلاسه کړی شوي او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي .
هغه ووئيل له دې وړاندې هم پوليس په دغه ډول بريدونو کې ککړ ملزمان نيولي او په دغه بريد کوؤنکي به هم ډېر ونيول شي او د قانون منګولو ته به راوستل شي .
د کراچۍ ښار په صدر علاقه کې له دې وړاندې هم د نامعلومو وسله والو لخوا په پوليسو باندې وژونکې حملې شوي دي .
او په ملټري پوليس باندې دغه بريد په داسې مهال شوي چې پوليس چارواکي وايي څلورو ورځې پس په کراچۍ کې د کېدونکو بلدياتي انتخاباتو دپاره کلک امنيتي ګامونه پورته شوي دي .
په کراچۍ ښار کې نيم پوځي دسته رېنجر او پوليس د کال ۲۰۱۳م د ستمبر د مياشتې نه د هدفي وژونکو او شرخوښو ترڅنګ په نورو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد عمليات کوي .
د صوبايي حکومت او قانون نافذؤنکو ادارو مشران ادعا کوي چې په ښار کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د امنيت وضع تر ډېره حده شوې ده ، ولې بيا هم وخت په وخت په ښار کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي .