لاس رسیدونکی لینک

اوباما پيوټن ته وئيلي ترکي سره دې تاؤتريخوالى کم کړي


دواړو مشرانو پيرس کې دملگرو ملتونو دموسمي بدلون دغونډې څخه بهر ٣٠ؤ منټو پورې ليدنه کړې ده.

تيره اوونۍ دترکي له لوري دروسي جنگي الوتکې درانسکوريدو دپيښې وروستو امريکائي صدر براک اوباما دگل په ورځ روسي صدر ولاديمير پيوټن سره دخفگان څرگندونه کړې اؤ په روس يې زور راوړى چې په دغه پيښه دې ترکي سره تاؤتريخوالي کې کمي راولي.

دواړو مشرانو پيرس کې دملگرو ملتونو دموسمي بدلون دغونډې څخه بهر ٣٠ؤ منټو پورې ليدنه کړې ده.

ترکي دريځ لري چې دهغوي فضائي حدودو ته ورداخله شوې الوتکه يې رانسکوره کړې، دغه الوتکه کې يو پائيلټ وژل شوى اؤ وروستو دژغورنې دکارروايۍ په مهال دعملې يو تن وژل شوى ؤ، پيوټن دځوابي کارروايۍ په توگه دترکي په ضد معاشي بنديزونه لگولي دي.

اوباما اؤ پيوټن شام کې په روانه جگړه تفصيلي خبرې کړي اؤ دڅلورو کلونو څخه دزياتې مودې راهسې دروانې دغه شخصې دسياسي حل راويستو په ضرورت يې اتفاق کړى دى.

سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې مشرانو ويانا کې دمذاکراتو په مهال دپرمختگ په ضرورت خبرې کړي چې مقصد يې دجنگ بندۍ ترلاسه کولو اؤ سياسي حل پورې رسيدل دي خو اوباما اؤ پيوټن داسد دراتلونکي په اړه اختلافونه لري.

اوباما پيوټن ته وئيلي دي چې ديو عبوري دور دتړون دبرخې په توگه به اسد داقتدار څخه لرې کول وي خو روس په اسد مخالفو ياغيانو فضائي بمباري دوامداره ساتلې ده.

صدر اوباما په پيوټن ددې خبرې لپاره زور راوړى چې روس دې شام کې دداعش هدفونه په نخښه کړي نۀ چې داسد مخالفو ډلو په ضد دې حملې وکړي.

اوباما په روسي مشر دا اهميت واضحه کړى چې ختيز يوکرين کې دروس پلوه بيلتون خوښو اؤ ديوکرين دپوځونو ترمينځ دې شخړه ختمه کړى شي اؤ د٢٠١٥م په پيل کې په ترسره شوي منسک جنگ بندۍ تړون باندې دې عمل درامد وکړل شي.

امريکائي مشر وويل په جنگ بندۍ دعمل درامد صورت کې دروس په ضد معاشي بنديزونو کې نرمي راتللى شي.

XS
SM
MD
LG