لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور سکول حمله کې دککړو څلورو ترهه گرو بليک وارنټ جاري


دکومو ترهه گرو بليک وارنټ چې جاري شوى هغوي کې دشمس ځوې مولوي عبدالسلام، داول باز خان ځوې حضرت علي، دگلاب جان ځوې مجيب الرحمان عرف علي نجيب الله اؤ دعطاء الله ځوې سبيل عرف يحي شامل دي.
دکومو ترهه گرو بليک وارنټ چې جاري شوى هغوي کې دشمس ځوې مولوي عبدالسلام، داول باز خان ځوې حضرت علي، دگلاب جان ځوې مجيب الرحمان عرف علي نجيب الله اؤ دعطاء الله ځوې سبيل عرف يحي شامل دي.

دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول حمله کې دککړو څلورو ترهه گرو په بليک وارنټ لاسليک کړى دى.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان ترمخه دکومو ترهه گرو بليک وارنټ چې جاري شوى هغوي کې دشمس ځوې مولوي عبدالسلام، داول باز خان ځوې حضرت علي، دگلاب جان ځوې مجيب الرحمان عرف علي نجيب الله اؤ دعطاء الله ځوې سبيل عرف يحي شامل دي.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې ترهه گرو پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول خونړۍ حمله کړې وه چې پکې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

دکومو ترهه گرو بليک وارنټ چې جاري شوي هغوي په هاغو اوؤ مجرمانو کې شامل دي چې سږکال داگست په مياشت کې ورته دپوځي عدالت له لوري دمرگ سزا اورول شوې وه.

دائي ايس پي ار دبيان ترمخه سزا يافته کسانو ته داپيل حق ترلاسه ؤ اؤ دسزا ورکولو څخه دمخه ټولې قانوني تقاضې پوره کړل شوي، بيان کې وئيل شوي دي چې مجرمانو ته قانوني مرسته ورکړل شوې وه.

دپيښور دسکول دسانحې څخه وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کړى ؤ اؤ تر دې مهاله خواؤشا ٣٠٠ کسان تيزندي کړل شوي تيزندي کړل شوؤ زياتره کسانو ته دترهه گرۍ نۀ بلکې دنورو جرمونو له امله دمرگ سزا ورکړل شوې ده.

دپاکستان لخوا دمرگ په سزا دعمل درامد په بحالۍ دايمنسټي انټرنيشنل په گډون دبشري حقونو نړيوال تنظيمونه سختې نيوکې کوي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دا مهال غيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG