لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : پينځوؤ کلونو کې دترهه گرۍ پيښو کې ٨زرو څخه زيات کسان وژل شوي


 دحکومت له لوري په لمړي ځل په باضابطه توگه دغه تفصيل ورکړل شوى کوم چې دکورنو چارو وزارت قومي اسمبلۍ کې دپوښتل شوي يو سوال په ځواب کې ورکړى دى.
دحکومت له لوري په لمړي ځل په باضابطه توگه دغه تفصيل ورکړل شوى کوم چې دکورنو چارو وزارت قومي اسمبلۍ کې دپوښتل شوي يو سوال په ځواب کې ورکړى دى.

پاکستان کې دتيرو پينځوؤ کلونو په مهال دترهه گرۍ پيښو کې د٨ؤ زرو څخه زيات کسان وژل شوي اؤ د١٦ؤ زرو څخه زيات نور ژوبل شوي دي.

دحکومت له لوري په لمړي ځل په باضابطه توگه دغه تفصيل ورکړل شوى کوم چې دکورنو چارو وزارت قومي اسمبلۍ کې دپوښتل شوي يو سوال په ځواب کې ورکړى دى.

دحکومتي شميرې ترمخه وژل شوؤ کې دقانون نافذونکو ادارو ٣١٥٧ عسکر اؤ ٥٥٣٢ وگړي شامل دي.

دغو پينځوؤ کلونو کې دترهه گرۍ اؤ تشدد پيښو کې ٥٩٨٨ عسکر اؤ ١٠١٩٥ وگړي ژوبل شوي هم دي.

تر ټولو زياته مرگ ژوبله دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې شوې چرته چې ١٤٨٧ عسکر اؤ ١٤٧٠ وگړو خپل ژوند دلاسه ورکړى.

تيرو پينځوؤ کلونو کې پاکستان کې دوژل شوؤ ترهه گرو شميره ٣٧٥٩ ښودل شوې ده.

پاکستان ديوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب دپيښو سره مخ دى چې پکې دچارواکو په وينا تر دې مهاله دپوليسو، پوځيانو اؤ سياسي کارکوونکو په گډون د٥٠ؤ زرو څخه زيات کسان وژل شوي دي، دځاني زيان ترڅنگ ترهه گرۍ دپاکستان معيشت ته هم داربونو ډالرو زيان اړولى.

خو دتيرکال راهسې دغه هيواد کې دترهه گرو په ضد دامنيتي ځواکونو له لوري دپيل کړل شوؤ عملياتو په نتيجه کې دماضي په پرتله دامن وامان وضعيت کې تر يو حده ښه والى راغلى

قومي اسمبلۍ کې دداخله وزارت له لوري دورکړل شوې شميرې ترمخه پينځوؤ کلونو کې ١٧٣ؤ ترهه گرو ته دمرگ سزا هم اورول شوې ده.

په ډاگه دې وي چې پاکستان کې د٢٠٠٨م څخه دمرگ په سزا عمل درامد ولاړ ؤ خو دغه بنديز تيرکال ددسمبر په مياشت کې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو پورته کړل شوى دى.

دمرگ دسزا څخه دبنديز پورته کولو وروستو پاکستان کې تر دې مهاله خواؤشا درې سوه کسان تيزندي کړل شوي خو په دغو کسانو کې اکثريت دهاغو خلکو دى چې ورته دترهه گرۍ نۀ بلکې نورو جرمونو کې دمرگ سزا اورول شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG