لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: پوليس مقابله کې د لشکرجهنګوي ډلې يومهم مشر وژل شوی


 هاورن بهټې تېره مياشت پوليسو د انټرپول د لارې په دوبۍ کې ګرفتار کړی او بيرته يې راوستی ؤ .
هاورن بهټې تېره مياشت پوليسو د انټرپول د لارې په دوبۍ کې ګرفتار کړی او بيرته يې راوستی ؤ .

د پاکستان پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې د پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې (سي ټي ډي) په يوه مقابله کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکرجهنګوي مهم مشر هارون بهټي او د دغه ډلې درې نور غړي وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا د لاهور په بادامي باغ سيمه کې د وسله والو د موجودګۍ د خبر وروستو په دغه ځايې چهاپه ووهل شوه ، او په دغه مهال يو کور کې پټو وسله والو په پوليس ډزې پېل کړې .

چارواکو وئيلي پوليس سره په مقابله کې د لاقانونه ګرځول شوې ډلې درې غړي وژل شوي او د وسله والو په ډزو کې هارون بهټي وژل شوی او درې پوليس ژوبل شوي هم دي .

د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر جهنګوي په باني غړو کې شمار هاورن بهټې تېره مياشت پوليسو د انټرپول د لارې په دوبۍ کې ګرفتار کړی او بيرته يې راوستی ؤ .

د پوليس چارواکو په وينا هارون بهټي پوليسو ځان سره د دغه ځايي معلومولو دپاره د بادامي باغ علاقې ته بوتلی او هلته بيا د مقابلې په مهال د وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی .

پوليس وئيلي په مقابله کې د درې نورو ژول شوؤ کسانو پېژندګلو د عُمېرنديم، عُمېرحسن او نعمان ياسين په نومونو شوې ده .

په هارون بهټي د دوه درځنو نه د زياتو ترهګر بريدونو تورونه وو او پنجاب حکومت د هغه په سر ۲۵لاکه روپۍ انعام هم مقرر کړی ؤ .

بهټي د لشکر جهنګوي ډلې د مشر ملک اسحاق نزدې ملګری ؤ . ملک اسحاق هم نزدې څلور مياشتې وړاندې د پنجاب صوبې په مظفرګړهـ سيمه کې د پوليس په يوه کارروايۍ کې سره د ۱۴ کسانو وژل شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG