لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان پولې نه مهمندایجنسۍ کې په چیک پوسټ حمله ،۱عسکرمړ ۲ ژوبل


آرشیف: عساکر سرحدی پاکستان در مرز با افغانستان
آرشیف: عساکر سرحدی پاکستان در مرز با افغانستان

امنیتي چارواکي وایي د شورو په شپه افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائیلي سیمه مهمند ایحنسۍ کې د پاکستاني پوځ په یوه پوسته د افغانستان د پولې څخه تندروه وسله والو حمله کړې چې پکې د پاکستاني پوځ یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو ډیوه ویب پاڼې ته وئیلي دغه برید د صافي تحصیل د شیخ بابا په ارمي چیک پوسټ شوی .

سرچیني زیاتوي تندلارو د ماسخوتن اتوؤ بجو نه د پاکستاني پوځیانو په پوسته د سپکو اؤ درنو وسلو ډزې پیل کړې وې چې د شپې تر دوؤ بجو یې دوام وکړو.

د پاکستان امنیتي سرچینې منلې چې په دغه حمله کې یې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي خو په رسمي ډول یې لا نه ده څرګنده کړې چې پاکستاني پوځ په دغه مهال څه رقم جوابي اقدام کړی دی؟

په پاکستاني پوځیانو د شوي دغه برید پړه په سمدستي ډول چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې چې په مهمند ایجنسۍ کې د پولې د پورې غاړې څخه په پاکستاني پوځ څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک په غاړه اخستې ده.

پاکستاني طالبان دعوه کوي چې د هغوئ مشر مولوي فضل الله دا مهال د افغانستان دننه د خپلو وسله والو سره ژوند کوي اؤ پاکستاني چارواکي اؤ مطبوعات تور لګوي چې دغه یاغي طالبان د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان په ضد کاروایۍ کوي .

د پاکستان حکومت څو کرته افغان حکومت څخه غوښتنه هم کړې ده چې مولوي فضل الله باید هغوئ ته وسپاري خو د پاکستان اؤ افغانستان تر مینځ د تاؤژنو اړیکو له امله تر اوسه دغسې ممکن شوې نه ده.

افغان چارواکي اؤ نړیواله میډیا هم وخت په وخت په پاکستان نیوکې کوي چې طالبان یې پخپل لاس کې نیولي اؤ افغانستان کې پرې د بربادۍ پروسه په وړاندې وړي خو پاکستان دغسې تورونو منلو ته تیار نه دی

Recommended

XS
SM
MD
LG