لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ته کوم باوري ګواښ نشته، صدراوباما


امريکايي صدر وئيلي اولس دې په دې خبره يقين ساتي چې د هوم لېنډ سيکيورټۍ چارواکي چمتو دي .
امريکايي صدر وئيلي اولس دې په دې خبره يقين ساتي چې د هوم لېنډ سيکيورټۍ چارواکي چمتو دي .

د امريکې صدر باراک اوباما په پېرس، بيروت او تيونس کې د داعش لخوا د حملو د زمه وارۍ قبلولو په تناظر کې وئيلي چې دا وخت داسې کوم ډاګيز يا باوري استخباراتي معلومات نشته ، چې دې پله اشاره کوي چې امريکې ته نېغ په نېغه کومه خطره موجوده ده .

امريکايي اولس ته د شپږو منټونو په خپل بيان کې صدر اوباما وئيلي چې د امريکې د ترهګرۍ د مخنيوي ځواک، پوځ، استخباراتي او قانون نافذؤنکې ادارې او چارواکي په مسلسله توګه په ملک کې دننه او د بهرنو خطرو څارنه کوي .

" د کومې مخصوصې، او باوري خطرې نه به اولس خبرولی شي ، او زما په خيال د دې څه فائده نشته چې خلک خپلو کارونو ته ځي او هغويې ته ووئيل شي چې چمتوي اوسي" .

نوموړي دغه بيان د قامي سلامتۍ د خپل ټيم سره د تفصيلي ليدنې وروستو په داسې حال کې ورکړی دی ، چې نزدې دوه اوونۍ وړاندې په پېرس کې شوؤ بريدونو کې ۱۳۰کسان وژل شوي وو .

" مونږ دا منو چې د پېرس حملې څومره دردؤنکې او وحشي وې ".

د امريکې صدر د هوم لېنډ سيکيورټي (داخلي امنيت) سيکتر جی جانسن، اېف بي ائي د ډائريکټر جېمزکومي او اټارني جنرال لوريټا لنچ سره د ليدنې او مشورې په تناظر کې د داعش خلاف جګړه کې د پرمخ تلو عزم هم څرګند کړی په کوم کې چې تراوسه پورې په عراق او شام کې د ۸۰۰۰ نه زياتې فضايي کارروايانې شوي دي .

امريکايي صدر وئيلي " چرته چې داعش وي مونږ به پرې هلته فشار زياتوؤ او مونږ به ترې نه په شا کيږو څو پورې چې دويې ته ماتې نه وي ورکړی شوي او د ضرورت ترمخه به خپله تګ لاره ساتو" .

امريکا کې د مننې د ورځې چهټيانې کېدونکي دي ، او په بېلابيلو ملکونو کې د ترهګرۍ د تازه رامنځته شوؤ پېښو نه پس امريکا کې هم د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي دي .

امريکايي صدر خپل بيان کې وئيلي چې خلک دې خپلې چهټيانې د معمول مطابق تېرې کړي او په دې خبره دې يقين ساتي چې د هوم لېنډ سيکيورټۍ چارواکي چمتو دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG