لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: دډرون بريد کې طالب کمانډر سجنا وژل شوى،راپور


دوژل شوي طالب کمانډر نوم خان سيد ښودل شوى څوک چې په سجنا شهرت لري اؤ دپاکستاني طالبانو دجدا شوې يوې ډلې مشري يې کوله.
دوژل شوي طالب کمانډر نوم خان سيد ښودل شوى څوک چې په سجنا شهرت لري اؤ دپاکستاني طالبانو دجدا شوې يوې ډلې مشري يې کوله.

امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې دپاکستاني استخباراتي چارواکو له خُلې دعوه کړې ده چې دپاکستان شمالي وزيرستان ايجنسۍ سره نزدې افغانستان کې ترسره شوي يو امريکائي ډرون بريد کې دپاکستاني طالبانو يو سينئر کمانډر وژل شوى دى.

دوژل شوي طالب کمانډر نوم خان سيد ښودل شوى څوک چې په سجنا شهرت لري اؤ دپاکستاني طالبانو دجدا شوې يوې ډلې مشري يې کوله.

پاکستاني استخباراتي چارواکو نيويارک ټائمز ته وئيلي دي چې دډرون دغه حمله دافغانستان دخوست ولايت په دما سيمه کې شوې ده چې پکې نور ١٢ جنګيالي هم وژل شوي اؤ ٢٠ ژوبل شوي دي.

خو دپاکستاني چارواکو ددغو دعوؤ په ازادانه توګه پخلى نۀ دى شوى، دامريکائي چارواکو لخوا هم په دغه اړه تر دې مهاله کوم غبرګون مخې ته نۀ دى راغلى خو هغوي په عامه توګه په ډرون بريدونو تبصره نۀ کوي.

دنيويارک ټائمز دراپور ترمخه مقامي مشران وائي دډرون هاغه حمله هاغه مهال وشوه کله چې دطالبانو کمانډرانو دهغوي دبيلا بيلو څانګو ترمينځ دموجودو اختلافونو هواري لپاره په غونډه بوخت وؤ.

دچارواکو وينا ده چې سجنا دپاکستاني طالبانو مهم کمانډر ؤ اؤ په ٢٠٠٧م کې دغيرقانوني ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان دبنياد ايښودونکو غړو څخه ؤ.

دعسکري چارواکو ترمخه پاکستاني اؤ امريکائي پوځيانو دډيرې مودې څخه دهغه تعاقب کولو.

دنوم نۀ څرګندولو په شرط دپاکستاني طالبانو يو کمانډر دفون له لارې نيويارک ټائمز ته وئيلي دي چې که چرې دسجنا دمرګ پخلى وشي نو دا به طالبانو ته اوښتې يوه ستره ضربه وي.

کال ٢٠١٤م کې سجنا په ډاګه دپاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله رد کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې دهغه ډله به په ازادانه توګه جنګيږي، دملا فضل الله اؤ سجنا ترمينځ اختلافونه وروستو له هغې راپورته شوي وؤ چې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو پخوانى مشر حکيم الله محسود وژل شوى ؤ.

نزدې مياشتو کې دپاکستان قبائيلي سيمو کې دډرون بريدونو شميره کې کمى راغلى، دپاکستان پوځ اوس اوس خپله کورنۍ ډرون الوتکه هم جوړه کړې اؤ دغه الوتکه دفضائي څارنې اؤ ميزائيلي حملو دواړو لپاره کاروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG