لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:دمعذوره قيدي عبدالباسط دمرگ په سزا عمل درامد ځنډيدلى


پاکستان کې سږکال ٢٩٩ کسان تيزندي کړل شوي دي.
پاکستان کې سږکال ٢٩٩ کسان تيزندي کړل شوي دي.

صدر ممنون حسين په بدني توگه دوؤ مياشتو لپاره دمعذوره قيدي عبدالباسط دمرگ په سزا دعمل درامد اودرولو امر کړى اؤ دهغه دجسماني حالت په اړه يې دپلټنو وينا کړې ده.

پاکستان کې سږکال ٢٩٩ کسان تيزندي کړل شوي دي.

ټاکل شوې وه عبدالباسط به دبدني معذورۍ باوجود په ٢٥م نومبر تيزندي کولى شي خو دنهې په شپه ناوخته دپاکستاني صدر دحکم څخه وروستو دهغه دمرگ په سزا عمل درامد يوځل بيا اودريدلى دى.

دا دوهم ځل دى چې دعبدالباسط دمرگ په سزا عمل درامد اودرول شوى،سږکال دستمبر مياشت کې هم دعبدالباسط دمرگ په سزا هاغه مهال عمل درامد اودرول شوى ؤ کله چې دجيل انتظاميې له لوري ووئيل شول چې دموجوده قوانينو لاندې دغه تن ځکه نۀ شي تيزندي کيدى چې دضوابطو ترمخه ددار په تخته دقيدي اودريدل لازمي دي، خو دمعذورۍ په وجه عبدالباسط پخپلو پښو نۀ شي اودريدلى نو ځکه ډيوټي مجسټريټ دمعذورو کسانو دتيزندي کولو په اړه لارښوونې غوښتې وې.

دغه لړ کې تر دې مهاله دکومو نوؤ لارښوونو دنشتوالي له امله دعبدالباسط په تيزندي کولو عمل درامد اودريدلى دى.

په ډاگه دې وي چې دبشري حقونو دسيمه ييزو اؤ بين المللي تنظيمونو له لوري پاکستان څخه غوښتنه کيږي چې دبشري خواخوږۍ په اساس دې دعبدالباسط دمرگ په سزا عمل درامد اودرولى شي.

٤٣ کلن عبدالباسط ته په ٢٠٠٩م کې دقتل يوه مقدمه کې دمرگ سزا اورول شوې وه خو هغه دريځ لري چې بې گناه دى.

دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه عبدالباسط دفيصل اباد سينټرل جيل کې دغيرانساني حالاتو له امله کال ٢٠١٠م کې معذوره شوى ؤ.

دبشري حقونو دغه ډله وائي چې دټي بي دعلاج باوجود عبدالباسط ته مناسب طبي اسانتياوې نۀ دي ورکړل شوي چې له امله يې دهغه دملا تير سخت اغيزمن شوى.

دپاکستان لخوا دمرگ په سزا دعمل درامد په بحالۍ دايمنسټي انټرنيشنل په گډون دبشري حقونو نړيوال تنظيمونه سختې نيوکې کوي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دا مهال غيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

په ډاگه دې وي چې پاکستان تيرکال په ١٦م دسمبر وروستو له هغې ترهه گرو ته دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کړى ؤ چې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو يوه حمله کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

خو تر دې مهاله دغه هيواد کې دتيزندي کړل شوؤ مجرمانو اکثريت هاغه خلک دي چې دترهه گرۍ نۀ بلکې دقتل مجرمان دي.

دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه سږکال داکتوبر په مياشت کې پاکستان کې ٤٥ کسان تيزندي کړل شوي وؤ اؤ دغه شميره په يوه مياشت کې دمجرمانو دتيزندي کولو ترټولو لويه شميره ده.

په دې اړه په حکومتي کچه شميره نۀ ده جاري کړل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG