لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما او دتُرکي صدر د روسي الوتکې نسکورېدو نه پس خبرې کړي


د جنګي الوتکې غورځېدو نه څو ساعته وروستو د صدراوباما او صدر اردګان ترمينځ په ټيليفون خبرې شوي دي .
د جنګي الوتکې غورځېدو نه څو ساعته وروستو د صدراوباما او صدر اردګان ترمينځ په ټيليفون خبرې شوي دي .

د امريکې صدر باراک اوباما او د تُرکي صدر رجب طيب اردګان د تُرکي لخوا د روسي جنګي الوتکې غورځولو نه پس د رامنځته شوي کړکېچ ختمولو او په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو د مخنيوي په خبره صلاح شوي دي .

تُرکي د فضائي حدونو د خلاف ورزۍ په سر د روس يوه جنګي الوتکه په نښه کړې وه ، په کوم باندې چې روس سخت غبرګون ښکار کړی دی .

د جنګي الوتکې غورځېدو نه څو ساعته وروستو د صدراوباما او صدر اردګان ترمينځ په ټيليفون خبرې شوي دي .

د سپينې ماڼۍ نه د نهې په ورځ ناوخته جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې دواړوه مشرانو د شام د شخړې د سياسي لارې د حل کولو او د داعش په ضد جګړه کې د نړيوال ملاتړ جاري ساتلو عزم څرګند کړی دی .

په دغه بيان کې د امريکې لخوا د تُرکي د خپلو فضائي حدونو د تحفظ کولو په حق کې ملاتړ څرګند کړی دی .

د تُرکي چارواکي وايي چې هغويې د روس جنګې الوتکې په نښه کولو نه وړاندې خبرداری ورکړی ؤ ، خو د دغه خبرداري نه د پروا نه کولو په سر بيا د الوتکې په ضد کارروايي شوې ده .

ولې روس وئيلي چې الوتکه يې د تُرکي فضائي حدونو ته نه ده داخله شوې او صدر ولاديميرپيوټن د تُرکي دغه ګام ( د شا نه د خنجر ګوزار) ګرځولی دی .

روس د روان کال د ستمبر په مياشت کې په شام کې فضائي عمليات پېل کړي د کوم په اړه چې امريکا او اتحاديان يې په دې خيال دي چې روس د داعش په ځايي د بشارالاسد مخالفين په هدف کوي ، خو ماسکو دغه تورونه رودي .

امريکا وايي چې روس له د داعش په ضد جنګ کې په ښه ډول ملګرتيا کول پکار دي ځکه چې د نړيوال امن دپاره دغې خطرې ته د ماتې ورکولو دپاره منظمې هڅې ضروري دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG