لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : يوولسو مياشتو کې ٢٩٩ کسان تيزندي کړل شوي


<div>رقابت&zwnj;های کشتی فرنگی باشگاه های جهان در مجموعه ورزشی ۲۵ آبان اصفهان<br />
عکس: آریا جعفری</div>
<div>رقابت&zwnj;های کشتی فرنگی باشگاه های جهان در مجموعه ورزشی ۲۵ آبان اصفهان<br /> عکس: آریا جعفری</div>

راپورونه وائي پاکستان کې سږکال ٢٩٩ کسان تيزندي کړل شوي اؤ سبا دغه هيواد کې ديو بل تن تيزندي کولو سره د٣٠٠ؤ کسانو دمرگ په سزا دعمل درامد مکمليدو امکان دى.

پاکستان پخپله خو دروزانه په حساب سره په لويې شمير کې مجرمان تيزندي کوي خو بل لوري ته پخپل گاونډي هيواد بنگله ديش کې دمجرمانو دتيزندي کولو غندنه کوي کوي اؤ په دې انديښنې څرگندوي په کوم چې تيره ورځ بنگله ديش دپاکستان سفير ته احتجاج هم کړى ؤ.

ټاکل شوې ده دبيلا بيلو ناروغو له امله معذور عبدالباسط به سبا تيزندي کولى شي، په هغه شپږ کاله دمخه ٢٠٠٩م کې ديو تن دقتل کولو جرم ثابت شوى ؤ.

دعبدالباسط په په تيزندۍ عمل درامد له دې وړاندې دبيلا بيلو بشري حقونو دتنظيمونو له لوري دغږ پورته کولو وروستو څو ځله ځنډول شوى، دهغه په تيزندي کولو دعمل درامددځنډيدو وجه دناروغۍ له امله دوهيل چئير استعمال دى.

٤٣ کلن عبدالباسط ته په ٢٠٠٩م کې دقتل يوه مقدمه کې دمرگ سزا اورول شوې وه خو هغه دريځ لري چې بې گناه دى.

دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه عبدالباسط دفيصل اباد سينټرل جيل کې دغيرانساني حالاتو له امله کال ٢٠١٠م کې معذوره شوى ؤ.

دبشري حقونو دغه ډله وائي چې دټي بي دعلاج باوجود عبدالباسط ته مناسب طبي اسانتياوې نۀ دي ورکړل شوي چې له امله يې دهغه دملا تير سخت اغيزمن شوى.

دپاکستان لخوا دمرگ په سزا دعمل درامد په بحالۍ دايمنسټي انټرنيشنل په گډون دبشري حقونو نړيوال تنظيمونه سختې نيوکې کوي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دا مهال غيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

په ډاگه دې وي چې پاکستان تيرکال په ١٦م دسمبر وروستو له هغې ترهه گرو ته دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کړى ؤ چې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو يوه حمله کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان ووژل شول.

خو تر دې مهاله دغه هيواد کې دتيزندي کړل شوؤ مجرمانو اکثريت هاغه خلک دي چې دترهه گرۍ نۀ بلکې دقتل مجرمان دي.

دايمنسټي انټرنيشنل ترمخه سږکال داکتوبر په مياشت کې پاکستان کې ٤٥ کسان تيزندي کړل شوي وؤ اؤ دغه شميره په يوه مياشت کې دمجرمانو دتيزندي کولو ترټولو لويه شميره ده.

په دې اړه په حکومتي کچه شميره نۀ ده جاري کړل شوې.

دايمنسټي انټرنيشنل دجنوبي ايشياء ريسرچ ډائريکټر ډيوډ گريفتس وئيلي دي چې پاکستان کې چې په کومې چټکتيا سره خلک تيزندي کولى شي دا دانساني حقونو سپکاوى دى.

دهغه وينا ده که چرې حکومت دعبدالباسط تيزندي وځنډوي نو بيا هم پاکستان کې ديوې ورځې په حساب سره دخلکو دتيزندي کولو شميره تر ټولو زياته ده.

هغه دعوه کړې ده چې دا کوم ثبوت نشته چې پاکستان کې پرله پسې دخلکو دتيزندي کولو په نتيجه کې دترهه گرۍ مخنيوي کې کوم پرمختگ شوى وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG