لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز دلاسه ورکول د افغان مشرانو کمزوري وه، تحقيقاتي کمېشن


تحقيقاتي کمېشن د خالي په ورځ خبري غونډه کې د کندوز د پېښې رپورټ وړاندې کړی دی .
تحقيقاتي کمېشن د خالي په ورځ خبري غونډه کې د کندوز د پېښې رپورټ وړاندې کړی دی .

د افغان حکومت لخوا د ستمبر په مياشت کې کندوز د طالبانو لاس ته ورتلو دپاره جوړ پلټنيز کمېشن په خپل رپورټ کې د افغانستان مرکزي او صوبايي مشران، عدليه او امنيتي ادارو سره د غېرقانونه وسله والې ملېشې موجودګي د دغه پېښې ذمه وار ګرځولي دي .

د دغه پېښې دپاره جوړ شپږ کسيزه کمېشن چې په غېرسرکاري مامورينو مشتمل وو، د خالي په ورځ يې په يوه خبري غونډه کې دغه رپورټ وړاندې کړی دی .

دغه کمېشن د افغان صدر اشرف غني لخوا د امريکايي ځواکونو په مرسته د کندوز بيرته اخيستو وروستو جوړ کړی شوی ؤ .

د تحقيقاتي کمېشن يو غړي محمد ايوب رفيقي په افغان صدر زور رواړی چې د هغه حکومت دې د کندوز په رنګ پېښو د مخنيوي دپاره د غوره عملدارۍ لوظونه پوره کړي .

هغه وئيلي چې " د پارليمان د غړو لخوا په دفترې چارو کې بي ځايه مداخلت، د ادارو خرابي، کرپشن (درغلي)، د عدليي کمزوري، تش په نوم د پوليسو او امنيتي ځواکونو موجودګي او د افغان دولت ناکامۍ په زرګونو غېرقانونه وسله والو ته په کندوز د ورختلو لاره هواره کړې وه" .

هغه زياته کړه چې غربت او بې روزګارۍ د سيمې اوسېدونکي د حکومت په ضد راپاسولي ، ولې حکومت د ناوړه کارونو د مخنيوي په لړ کې د دغه سيمې دپاره هيڅ نه دي کړي .

د تحقيقاتي کميشن د رپورټ ترمخه افغان طالبانو د کندوز د درې ورځنۍ قبضې په مهال د افغان استخباراتي دفتر مهم دستاويزات سوځولي او د افغان ځواکونو خواؤشا ۴۰ وسله بند ګاډي يې تښتؤلي وو.

د تحقيقاتي کمېشن او د افغان استخباراتي ادارې پخواني مشر امرالله صالح خبري غونډې ته وئيلي ، چې د رپورټ تيارولو په مهال هغوي ته د قامي استخباراتو لخوا داسې ثبوتونه ورکړی شوي چې پکې د طالبانو په کندوز د ورختلو په مهال د هغويې د ګاونډې هېواد پاکستان نه د ټيلي فون د لارې لارښودنه او مشورې ورکول ـ ښودل شوي دي .

افغان پوځي چارواکو د کندوز د پېښې په مهال هم په پاکستان دغه رنګ تورونه لګولي وو خو پاکستان د دغو تورونو رد کړی ؤ .

افغان صدارتي وياند سيد ظفرهاشمي په تحقيقاتي رپورټ خپل غبرګون ورکولو کې وئيلي چې افغان حکومت په دغو سفارشاتو کې په ځينو عمل درامد کول د وړاندې نه پېل کړي دي .

طالبان په غېر متوقع توګه په داسې مهال په کندوز ورختلي ؤ چې د امريکې صدر باراک اوباما د اکتوبر په نيمايۍ کې د امريکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتلو پلان اعلان کړی ؤ ، هغه وئيلي ؤ چې د کال ۲۰۱۶م پورې به په افغانستان کې لس زره امريکايي پوځيان موجود وي .

امرالله صالح وئيلي چې د امريکايي هوايي ځواک مرستې د طالبانو لخوا د کندوز په هوايي ډګر قبضه په شا تمبولې وه ، ولې نوموړي د بې سرحده ډاکټرانو په روغتون (اېم اېس اېف) باندې د امريکايي ځواکونو د حملې ذکر نه دی کړی، په کومه کې چې د ډاکټرانو او ناروغانو پشمول ۳۰ کسان وژل شوي وو .

امريکا، نېټو او افغان حکومت ځان ځانله په کندوز کې روغتون باندې د شوې حملې پلټنې کوي ولې شپږ اوونۍ وروستو هم په دغه اړه کوم رپورټ مخې ته نه دی راغلی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG