لاس رسیدونکی لینک

هنډوراس کې دوه پاکستاني سړي، د شام يوه ښځه نيول شوي


پوليسو دغه کسان په کوليټيکا رياست کې د نکاراګوا پولې سره نزدې نيولي دي .

په منځني امريکايي هېواد هنډوراس کې د خالي په ورځ د پاکستان سره تعلق لرونکي دوه سړي او د شام سره تعلق لرونکې يوه ښځه دغه ملک ته په غېرقانوني توګه د اوړېدو په مهال نيول شوي دي ، راپورونه وايي دغو کسانو په ممکنه توګه امريکې ته تلل غوښته .

پوليسو دغه کسان په کوليټيکا رياست کې د نکاراګوا پولې سره نزدې نيولي دي .

چارواکو وئيلي دغو کسانو هونډوراس ته د داخيليدو په مهال قانوني دستاويزات نه درلودل ، او دويې د نيول کېدو نه پس د امېګرېشن دفتر ته منتقل کړی شوي او هلته ترې معلومات کولی شي .

دغه کسان يوه ورځ وروستو د هغې نيول شوي چې د هونډوراس يو جج د شام سره د تعلق لرونکو پينځه ؤ کسانو جېل ته لېږلو امر کړی دی ، څوک چې د يونان نه په غلا شوؤ پاسپورټونو هونډوراس ته داخل شوي وو . د دغو کسانو نه د تحقيقاتو پوره کېدو پورې به دويې په جېل کې وي .

چارواکو تور لګولی چې د شام سره تعلق لرونکو دغو پينځه واړه کسانو امريکې ته د داخيليدو منصوبه جوړوله ، خو په فوري توګه د دويې د ترهګرو سره د رابطې کومې اشارې نه دې مېلاؤ شوي .

ځينې راپورونه وايي چې دغه کسان په شام کې د جنګ د حالاتو نه تښتېدل او په هنډوراس کې يې د پناه اخيستو هڅه کوله .

XS
SM
MD
LG