لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري د منځني ختيز دوره کوي، محکمه خارجه


په خپله درې ورځنۍ دوره کې به جان کېري اسرائيل، لوئيديزې کناره او متحده عرب امارت کې پاتې کيږي .
په خپله درې ورځنۍ دوره کې به جان کېري اسرائيل، لوئيديزې کناره او متحده عرب امارت کې پاتې کيږي .

د امريکې خارجه وزير جان کېري نن د اتوار د ورځې نه د منځني ختيز سفر پېلوي ، په دغه سفر کې به نوموړی د اسرائيل ـ فلسطين تشدد، د تُندرو ډلې داعش او شام په شخړو توجه ساتي .

د محکمه خارجه وياند جان کربي د خالي په ورځ يو بيان کې وئيلي چې په خپله درې ورځنۍ دوره کې به جان کېري اسرائيل، لوئيديزې کناره او متحده عرب امارت کې پاتې کيږي .

بيان کې وئيل شوي چې اتل ابيب، يروشلم او رمله کې به جان کېري د خپل منځي او سيمې د امنيت په اړه خبرې کوي ، چې پکې شام او داعش هم شامل دي .

د بيان ترمخه د ابوظهبي د قيام په مهال به نوموړی په خپل منځي او علاقايي سياسي او امنيتي امورو باندې خبرې کوي .

کېري د يو کال نه زياته موده وړاندې د اسرائيل په سفر تلی ؤ .

ستمبر کې د شورو شوي تشدد په لړۍ کې چې لږ تر لږه ۱۵ اسرائيليان او ۸۶ فلسطينيان وژل شوي دي د تشدد دغه پېښې په داسې مهال رامنځته شوې وې چې کله فلسطين کې دغه ګنګوسې خورې شوې چې اسرائيل ختيز يروشلم کې مقدس ځايونه په خپله ولقه کې اخيستل غواړي ، کوم ځايي چې مسلمانان او يهوديان يو رنګ مقدس ګڼي .

اسرائيل د دغو ګنګوسو رد کوي او د حالاتو خرابولو تور په فلسطيني مشرانو لګوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG