لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ اؤ پنجاب کې دبلدياتي انتخاباتو دوهم پړاؤ،پولنگ جاري


 دپولنگ عمل دمقامي وخت ترمخه دسحر اووه نيجې بجې پيل شوى کوم چې به پرته له کومې دمې څخه دماښام تر پينځه نيمو بجو پورې روان وي.
دپولنگ عمل دمقامي وخت ترمخه دسحر اووه نيجې بجې پيل شوى کوم چې به پرته له کومې دمې څخه دماښام تر پينځه نيمو بجو پورې روان وي.

دپاکستان دپنجاب صوبې ١٢ؤ اؤ دسندهـ ١٤ؤ ضلعو کې دزيارت په ورځ بلدياتي انتخاباتو لپاره درايې اچولو عمل روان دى، دې صوبو کې دا دبلدياتي انتخاباتو دوهم پړاؤ دى، لمړي پړاؤ کې په ٣١م اکتوبر پنجاب کې دپنجاب ١٢ؤ اړ دسندهـ ٨ؤ ضلعو کې انتخابات ترسره شوي وؤ.

دپولنگ عمل دمقامي وخت ترمخه دسحر اووه نيجې بجې پيل شوى کوم چې به پرته له کومې دمې څخه دماښام تر پينځه نيمو بجو پورې روان وي.

پنجاب کې اټک، جهلم، منډي بهاؤ الدين، حافظ اباد، گجرانواله، سردگودها، شيخوپوره، ميانوالي، چينوټ، ټوبه ټيک سنگهـ، ساهيوال اؤ خانيوال کې بلدياتي انتخاباتو لپاره دپولنگ عمل روان دى.

دغلته يو کروړ اؤ ٤٧ لکه رجسټرډ ووټران دي دکومو لپاره چې ١١ زره ٩٣٥ درايې اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

سندهـ کې حيدراباد، ټنډومحمد خان، ټنډوالله يار، دادو، مټياري، جامشورو، بدين، ټهټه، سجاول، شهيد بې نظير اباد، نوشهرو فيروز، ميرپورخاص، عمر کوټ اؤ تهرپارکر کې ووټونه اچول کيږي.

دغلته درجسټرډ ووټرانو شمير خواؤشا اويا لکه دى دکومو لپاره چې يوولس زره اته سوه يو کم اويا درايې اچولو مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

دکوم ممکنه بدې پيښې مخنيوي اؤ دامن صورتحال قابو ساتلو لپاره دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو اضافي عسکر تعينات کړل شوي اؤ پوځ ته په دغه موقع دبيدار اوسيدو وينا شوې ده.

دانتخاباتو دلمړي پړاؤ په مهال دسندهـ خيرپور سيمه کې دمخالفو ډلو ترمينځ شوؤ وسله والو نښتو کې ١٢ کسان وژل شوي وؤ.

دشورو په ماښام اليکشن کميشن دسندهـ داتوؤ ضلعو ٨١ يونين کونسلو کې بلدياتي انتخابات دحلقه بندو دشخړې پسر ځنډولي وؤ اؤ چارواکو وئيلي وؤ نوې حلقه بندۍ به راتلونکو پينځلسو ورځو کې کولى شي.

دا انتخابات په گونديز اساس کيږي چې پکې خواؤشا ټولو سياسي گوندونو خپل کانديدان اودرولي دي اؤ په لويې شمير کې کانديدان په ازاد حيثيت کې هم دغو انتخاباتو کې برخه اخلي.

دانتخاباتو لمړي پړاؤ کې پنجاب کې واکمن گوند مسلم ليگ(ن) اؤ سندهـ کې واکمن گوندپاکستان پيپلز پارټۍ برتري ترلاسه کړې وه.

دانتخاباتو دريم پړاؤ به پنجاب کې په پينځم اؤ سندهـ کې په دريم نومبر ترسره کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG