لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ ازبکستان افغانستان کې امن سيمې لپاره مهم بللى


 دچين اؤ پاکستان ترمينځ داقتصادي لارې دمنصوبې دپيل کيدو څخه وروستو پاکستان دمينځنۍ ايشياء هيوادونو سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.
دچين اؤ پاکستان ترمينځ داقتصادي لارې دمنصوبې دپيل کيدو څخه وروستو پاکستان دمينځنۍ ايشياء هيوادونو سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.

پاکستان اؤ پاکستان په دې خبره اتفاق کړى چې افغانستان کې امن دسيمې دسلامتۍ اؤ ثبات لپاره زيات مهم دى، دواړو هيوادونو دافغان اولس له لوري دخپل هيواد دبيارغونې اؤ امن دهڅو ملاتړ کړى دى.

دغه څرگندونې دوزيراعظم نواز شريف دمينځني ختيز درياست ازبکستان ددوه ورځنۍ دورې په مهال جاري شوې اعلاميه کې شوي دي، وزيراعظم نواز شريف دشورو په ورځ دازبکستان دوه ورځنۍ دوره مکمل کړې اؤ خپل هيواد ته بيرته ستون شوى دى.

دخپل دغه سفر په مهال وزيراعظم نواز شريف دازبکستان صدر اسلام کريموف اؤ وزيراعظم شفقت مرزيا سره ددوه اړخيزه خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي.

دچين اؤ پاکستان ترمينځ داقتصادي لارې دمنصوبې دپيل کيدو څخه وروستو پاکستان دمينځنۍ ايشياء هيوادونو سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي.

ليدنه کې دواړو مشرانو په امنيت، دترهه گرۍ په مخنيوي، تجارت اؤ سرمايه کارۍ، تعليم، سائنس خبرې اترې کړي اؤ ثقافتي اړيکو ته يې دودې ورکولو ژمنه کړې ده.

دواړو هيوادونو دخپلو قانون جوړونکو ادارو ترمينځ درابطو اؤ مرستې په سيوا کولو داتفاق ترڅنگ دمينځنۍ ايشياء دجوهري وسلو څخه دپاکولو په نړيوال اؤ سياسي ارزښت زور راوړى، ددې تجويز دازبکستان صدر اسلام کريموف ١٩٩٣ء کې دملگرو ملتونو دجنرل اسمبلۍ غونډه کې وړاندې کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG