لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې افغان کډوالو سره دکيدونکي زياتي مخه ونيسي،ايچ ار ډبليو


 دشورو په ورځ خپل يوتازه راپور کې ايچ ار ډبليو وئيلي دي چې تيرکال پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالب جنگيالو دحملې څخه وروستو دترهه گرو په ضد دکيدونکو کارروائيو په تناظر کې پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو په مختلف انداز کې دتنگولو لړۍ تُنده شوې
دشورو په ورځ خپل يوتازه راپور کې ايچ ار ډبليو وئيلي دي چې تيرکال پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالب جنگيالو دحملې څخه وروستو دترهه گرو په ضد دکيدونکو کارروائيو په تناظر کې پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو په مختلف انداز کې دتنگولو لړۍ تُنده شوې

دبشري حقونو بين المللي ډلې هيومن رائټس واچ دپاکستان په حکومت زور راوړى دى چې دغه هيواد کې ميشته افغان کډوال دې دپوليسو اؤ انتظاميې له لوري دتنگولو څخه وژغوري اؤ دې لړ کې دکډوالو په اړه دبين المللي اؤ سيمه ييزو قوانينو سرلوړي باوري کړي.

دشورو په ورځ خپل يوتازه راپور کې ايچ ار ډبليو وئيلي دي چې تيرکال پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالب جنگيالو دحملې څخه وروستو دترهه گرو په ضد دکيدونکو کارروائيو په تناظر کې پاکستان کې دميشتوؤ افغان کډوالو په مختلف انداز کې دتنگولو لړۍ تُنده شوې اؤ خپل وطن ته دواپسۍ لپاره په شکمنه توگه پوليس اؤ انتظاميه په هغوي فشار اچوي.

دهيومن رائټس واچ ترمخه سږکال يې پاکستان کې داوسيدونکو ٤٦ؤ اؤ افغانستان ته دبيرته تلونکو ٥٠ افغان وگړو، ددواړو هيوادونو چارواکو، دملگرو ملتونو دکډوالو ادارې، غيرسرکاري تنظيمونو، صحافيانو اؤ نورو مبصرينو سره دسوال وځواب کولو وروستو دغه راپور ترتيب کړى چې عنوان يې دىتاسو دلته څه کوئ؟،پاکستان کې دافغانانو خلاف دپوليسو زياتي

پاکستان نړۍ کې دکډوالو کوربه توب کوونکى تر ټولو لويې هيواد دى چرته چې ددريوؤ لسيزو څخه دزياتې مودې راهسې په لکونو افغان کډوال ميشته دي، دملگرو ملتونو اؤ حکومت دشميرې ترمخه پاکستان کې ١٥ لکه اندراج شوي اؤ لس لکو پورې په غيرقانوني توگه افغان کډوال اوسيږي.

دپاکستان حکومت وائي کوم افغان کډوال سره به زياتى نۀ زغمي خو کوم خلک چې په غيرقانوني توگه دغه هيواد کې ميشته دي دهغوي خلاف کارروايۍ روانې دي، دچارواکو ترمخه سږکال تر دې مهاله ٥٥٠٠٠ زره افغان کډوال په رضاکارانه توگه خپل هيواد ته ستانۀ شوي دي.

خو هيومن رائټس واچ پخپل راپور کې ځينو افغانانو سره دخبرو حواله ورکړې اؤ تور يې لگولى چې دارمي پبلک سکول دپيښې څخه وروستو پوليس دهغوي په کورونو اؤ دکارونو کولو په ځايونو وخت ناوخته چاپې وهي اؤ هغوي څخه درشوت غوښتنې کوي اؤ په دغسې نۀ کولو په هغوي تشدد کولى شي.

تيرکال په ١٦م دسمبر دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالب جنگيالو حملو کې د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ اؤ دغه پيښه دپاکستان په تاريخ کې دترهه گرۍ تر ټولو بده پيښه گرځولى شي، ددغه حملې څخه وروستو ټول هيواد کې دعسکري اؤ سياسي قيادت په مشوره حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي قومي تگلاره جوړه کړې اؤ داستخباراتي معلوماتو په اساس ټول هيواد کې دشکمنو کسانو په ضد کارروايۍ ترسره کيږي.

دايچ ار ډبليو ترمخه په لويې شمير کې افغان کډوال پاکستان کې ځوانان شوي، همدغلته يې ودونه شوي اؤ دهغوي دکورنو لړۍ مخ په وړاندې روانه ده، افغانستان کې دسلامتۍ اؤ معاش دبد صورتحال له امله هغوي خپل هيواد ته دتللو څخه ډډه کوي خو پاکستان کې هغوي سره دروان سلوک په وجه به هغوي يا خو جگړه ځپلي هيواد افغانستان ته لاړ شي اؤ يا به داروپا په مخې کولو مجبور شي.

ايشياء لپاره دايچ ار ډبليو مرستيال ډائريکټر فيلم کائن وائي چې دپاکستاني حکومت ذمه واري ده چې دترهه گريزو حملو مخنيوى وکړي اؤ دترهه گرو خلاف کارروائي وکړي خو خو دافغان کډوالو په ضد پوليسو ته دانتقامي کارروايۍ کولو اجازه ورکول نۀ خو قانوني گام دى نۀ هم داسې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره موثره دي.

کائن وئيلي دي چې دپاکستان حکومت ته دکډوالو په اړه يوه اوږدمهاله تگلاره جوړول پکار دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG