لاس رسیدونکی لینک

دصدراوباما لخوا ختيزې ايشياء کې دبحري سلامتۍ لپاره دامداد اعلان


دايشياء پيسفک اکنامک کواپريشن( آپيک) دسرمشريزې غونډې په موقع منيلا کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي، دغه کانفرنس کې د٢١ؤ هيوادونو دمشرانو ترڅنګ دنورو هيوادونو مشران هم برخه اخلي.

دامريکا صدر براک اوباما دختيزې ايشياء مشرانو سره دخبرو اترو لپاره دفلپائن پلازمينې منيلا ته رسيدلى دى، هغه سيمه کې دامريکا اثرورسوخ سيوا کول غواړي خو پيرس کې دخونړو بريدونو څخه وروستو به امنيتي چارې ددغه دورې مهمه موضوع وي.

صدر اوباما دنهې په ورځ دختيزې ايشياء اؤ بحرالکاهل دهيوادونو دسمندري سلامتۍ دسيوا کولو اراده هم څرگنده کړې ده.

هغه وئيلي دي” زما دوره ددې سيمې داوبو دسلامتۍ اؤ دسمندري تگ راتگ دازازادۍ په اړه زمونږ دگډې ژمنې تکرار کوي“

سپينې ماڼۍ دراتلونکو دوؤ کلونو په مهال دختيزې ايشياء هيوادونو لپاره د25ؤ کروړو اؤ ٩٠ لکوډالرو دنوي امدادي پيکج اعلان هم کړى چې پکې فلپائن لپاره اووۀ کروړه ٩٠ لکه ډالر، ويتنام لپاره څلور کروړه ډالر، انډونيشياء لپاره دوه کروړه ١٠ لکه ډالر اؤ ملا ئيشياء لپاره ٢٥ لکه ډالر شامل دي.

دايشياء پيسفک اکنامک کواپريشن( آپيک) دسرمشريزې غونډې په موقع منيلا کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي، دغه کانفرنس کې د٢١ؤ هيوادونو دمشرانو ترڅنګ دنورو هيوادونو مشران هم برخه اخلي.

هيله ده چې دې کانفرنس کې به په تجارت اؤ اوږدمهاله ټرانس پيسفک پارټنرشپ تړون باندې خبرې وشي، دغه تړون دختيزې ايشياء اؤ بحرالکاهل دهيوادونو لپاره داوباما انتظاميې دبهرنۍ تګلارې مهمه برخه ده.

سپينې ماڼۍ دغه سيمه دزياتې ابادۍ لرونکې، توان منده اؤ په اقتصادي توګه دموقعو څڅه ډکه ګرځولې چې ترمخه يې دغلته امريکا ته خپلو ائتلافيانو سره په امنيت اؤ معيشت نوره مرسته کول پکار دي.

صدر اوباما وئيلي دي” که چرې مونږ خپل هيواد اؤ خپل ائتلافيان محفوظول غواړو نو دې لپاره به مونږ ته خپل کردار ادا کول وي اؤ روانه پيړۍ اؤ راتلونکو پيړو لپاره به سيمه کې اقتصادي اؤ دامنيت ډهانچې جوړولو کې مرسته کول وي“

اوباما ټرانس پيسفک پارټنرشپ نومې تړون کې شاملو ١٢ؤ هيوادونو ته وئيلي دي چې هغوي دې ددغه تړون پخلى وکړي.

دامريکائي کانګريس له لوري ددغه تړون سخت مخالفت کولى شي چرته چې ځينې قانون سازان فکر کوي چې دې کې دامريکائي کارکوونکو اؤ ګټو دتحفظ مناسب خيال نۀ دى ساتل شوى.

خو اوباما انتظاميه بيا وائي چې دا تړون به دامريکائي تجارت، کارکوونکو اؤ قومي سلامتۍ لپاره ښه وي.

منيلا کې به دخپلې دورې په موقع اوباما دخپلو نورو ائتلافيانو سره هم دوه اړخيزه ليدنې کوي چې پکې اسټريليا، جاپان، فلپائن، سنګارپور اؤ ملا ئشيا شامل دي.

دې ليدنو کې به په ټرانس پيسفک پارټنرشپ منصوبه، دترهه ګرۍ په مخنيوي، دسائبر په تحفظ، بحري سلامتۍ، ماحولياتي بدلون اؤ بشري حقونو خبرې کولى شي.

دروانې اوونۍ اخره کې به صدر اوباما دملا ئيشيا پلازمينې کوالالمپور ته ځي چرته چې به هغه دختيزې ايشياء هيوا دونو دتنريم آسيان مشرانو کانفرنس کې برخه اخلي.

دانتظاميې چارواکي وائي چې هغه به دلا ؤس وزيراعظم سره هم ليدنه کوي څوک چې په ٢٠١٦م کې دآسيان صدارت سمبالوي.

سپينه ماڼۍ وائي چې امريکا دآسيان دمرستې غزولو لپاره نوې لارې لټوي.

XS
SM
MD
LG