لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبائيلي اولس دخپلو حقونوغوښتو دپاره اسلام اباد ته لاريون کوي


په دغه لاريون کې ګډون والو د اېف سي ار قانون په ضد نعرې وهلې ، غټې غټې بېنرې يې پورته کړې وې چې پرې ليکل شوي ؤ ( ګو اېف سي ار ګو) ،
په دغه لاريون کې ګډون والو د اېف سي ار قانون په ضد نعرې وهلې ، غټې غټې بېنرې يې پورته کړې وې چې پرې ليکل شوي ؤ ( ګو اېف سي ار ګو) ،

د پاکستان د وفاق لاندې د قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکي په زرګونو خلک د خپلو حقونو غوښتو او د اېف سي ار قانون په ضد پلازمينې اسلام اباد ته په لاريون روان شوي دي ، په دغه لاريون کې د قبائيلي اولس سره د بېلابيلو سياسي ګوندونو مشران او غړي هم ګډون کوي .

نن د ګل په ورځ ماسپخين د پاکستان د قبائيلي سيمو سره د تعلق لرونکو او د ځايي سياسي ګوندونو د استازو په مشرۍ کې د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د رشکۍ موټر وی انټرچېنج نه د زرګونو په شمېره کې خلک اسلام اباد پله د لاريون په شکل کې روان شو .

​​په دغه لاريون کې ګډون والو د اېف سي ار قانون په ضد نعرې وهلې ، غټې غټې بېنرې يې پورته کړې وې چې پرې ليکل شوي ؤ ( ګو اېف سي ار ګو) ، او دوي غوښتنه کوله چې قبائيلي اولس ته دې د نور ملک په رنګ ائينې حقوق ورکړل شي .

د فاټا سياسي اتحاد مشري کوؤنکي اخونزاده چټان چې تعلق يې د باجوړ ايجنسۍ سره دی ډيوه ريډيو سره يې د لاريون روانېدو په مهال ووئيل ، اوس وخت راغلی چې قبائيلي اولس دې خپل اساسي حقوق ورکړل شي او دوي دې د اېف سي ار تور قانون نه خلاص کړی شي .

هغه ووئيل مونږ نور د خپل اولس او ځوانانو تباهۍ نه شو ليدی ټول بې تعليمه لويې شو او چې شونډه يې توريږي نو سعودي عرب ته مزدورو له ځي او ځوانۍ يې هلته تباه بربادې شي .

په لاريون کې د ګډون په مهال د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي جنرل سيکرټري مياافتخارحسېن ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، نن قبائيلي اولس رايوځايې شوی او مونږ د دويې کلک ملاتړ کوؤ دويې غواړي چې د خېبرپښتونخوا صوبې سره شامل شي ، هلته سياسي اصلاحات اوشي او د ملک د نورو وګړو په رنګ حقوق دې دويې ته ورکړل شي .

د مومندو ايجنسۍ سره تعلق لرونکي يو ځايي مشر جنګريز خان ووئيل چې قبائيل به وړاندې د نورو خلکو دپاره راوتل او تل نورو قوتونو د خپلو ګټو دپاره استعمال کړي دي ، خو نن د خوشحالۍ موقع ده چې قبائيل د خپلو حقونو غوښتو دپاره راوتي دي او دويې غواړي چې د لاهور، کراچۍ، اسلام اباد او پېښور د ښاريانو غوندې حقوق دې دوي ته هم ورکړل شي .

د اېف سي ار په ضد او د قبائيلو ته د حقونو په حق کې اسلام اباد پله روان لاريون کې د قبائيلي خلکو نه علاوه د عوامي نيشنل پارټۍ، پاکستان پيپلزپارټۍ، قومي وطن پارټۍ، جماعت اسلامي او پاکستان تحريک انصاف ځايي مشران او غړي هم موجود وو .

د قبائيلي مشرانو وينا وه دويې اسلام اباد ته ځي هلته يې نور ډېر خلک په انتظار دي او د دويې د اسلام اباد نه غواړي چې دغه اولس دې د تور قانون (اېف سي ار) نه خلاص کړي ، دغه سيمه دې په خېبرپښتونخوا صوبه کې شامله کړي او د ملک د نورو وګړو په رنګ دې ورته ائيني حقوق ورکړل شي .

اېف سي ار
اېف سي ار

د پاکستان د قبائيلي سيمو سره تعلق لرونکو د پارليمان غړو د ستمبر په مياشت کې قامي اسمبلۍ ته په قبائيلي سيمو کې د اصلاحاتو دپاره يو بل وړاندې کړی او اته ورځې وړاندې وزيراعظم نواز شريف قبائيلي سيمو کې د اصلاحاتو لپاره د لوړې کچې يوه کميټي جوړه کړې ده ، دغه کميټي د قبائيلي سيمو سره د تعلق لرونکو پارليمان د غړو دغوښتنې څخه وروستو جوړه کړل شوې ده .

ياده شوې کميټي به د ټولو اړونده ادارو اؤ خلکو سره د صلاح مشورې څخه وروستو د قبائيلي سيمو په قومي چوکاټ کې د راوستلو لپاره خپل تجويزونه وړاندې کوي .

دپاکستان د ائين ترمخه قبائيلي سيمې د پاکستان برخه ده خو انتظامي اختيارات يې د پاکستان صدر سره دي او هغه د خيبرپښتونخوا صوبې د ګورنر او سيمه ييزو حکومتي چارواکو له لارې د دغو سيمو انتظام چلوي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG