لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما د پېرس حملې غندلي او وئيلي امريکا د فرانس سره ولاړه ده


صدر اوباما د فرانس حکومت او اولس ته د هر قسمه ممکنه مرستو باور ورکړی دی ،
صدر اوباما د فرانس حکومت او اولس ته د هر قسمه ممکنه مرستو باور ورکړی دی ،

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې پېرس کې ترهګر بريدونه نه يواځې د فرانس په وګړو شوي بلکې دا په ټول انسانيت او نړيوالو رواياتو باندې حمله وه .

د فرانس پلازمينه پېرس کې د جمعې په ورځ په مختلفو ځايونو کې د ځانمرګو چاؤدنو او ډزو په پُرتشدده پېښو کې لږ ترلږه ۱۲۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ؤ پورې نور ژوبل شوي دي .

د فرانس صدر فرانسوا اولاند په ملک کې هنګامي حالت نافذ کړي او د ملک د سرحدونو تړلو امر يې کړی دی ، او په پېرس کې خواؤشا ۱۵۰۰ عسکر ځايې په ځايې کړی شوي دي .

فرانس کې د رامنځته شوؤ خونړو بريدونو نه پس د سپينې ماڼۍ نه په جاري کړي يو پېغام کې صدر باراک اوباما وئيلي " مونږ به د فرانس د اولس او نړۍ د قومونو سره په ګډه د دغو ترهګرو د انصاف کټهرې ته د راوستلو په لړ کې هر ګام پورته کوؤ ، او دغه ترهګر به نه پرېږدو کوم چې زمونږ د خلکو په ضد دي " .

صدر اوباما د فرانس حکومت او اولس ته د هر قسمه ممکنه مرستو باور ورکړی او زياته کړې يې ده چې فرانس د امريکې د اوږدې مودې نه اتحادي دی او اولس يې تل د امريکې سره اودرېدلی دی، هغه وئيلي " مونږ په ډاګه کول غواړو چې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ په ضد مونږ فرانس سره ولاړ يُو" .

فرانس کې د روان کال په لمړي سر کې هم د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوي ، د کومو په نتيجه کې چې په دغه ملک کې د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي وو. خو د جمعې په ورځ ترسره شوي ترهګر بريدونه په دغه ملک کې د ۲۱م صدۍ تر ټولو زياته خونړۍ ورځ ګرځولی شي .

صدر اوباما په خپله وينا کې وئيلي چې د دغه پېښې نه پس هغه د فرانس صدر ته ټيلي فون نه دی کړی ، خو ډېر زر به ورسره رابطه وکړي .

هغه وئيلي " حالات په ډاګه کيږي او ما لا صدر اولاند ته ټيلي فون نه دی کړی ځکه چې هغه به مصروف وي، او اتفاقاً نن زما د هغه سره د جي ۲۰ د غونډې د تيارۍ په حواله خبرې شوې وې، او زما يقين دی چې راتلونکو ورځو کې به زما هغه سره نېغ په نېغه خبرې وشي او د دغې پېښې د پلټنو په لړ کې چې زمونږ څومره مرسته پکار وي مونږ به هغه سره په رابطه کې يُو".

د امرېکې صدر وئيلي چې هغه سمدستي د دغې پېښې د زمه وارو په اړه څه نه شي وئيلي او زياته کړې يې ده چې مونږ د فرانس د چارواکو سره په رابطه کې يُو او خلکو ته به په دغې اړه تفصيلات رسوؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG