لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس حملو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي


د فرانس صدر اولاند وئيلي چې هغه په ملک کې اېمرجنسي نافذ کوي او د ملک سرحدونه تړي ،
د فرانس صدر اولاند وئيلي چې هغه په ملک کې اېمرجنسي نافذ کوي او د ملک سرحدونه تړي ،

د فرانس پلازمينه پېرس کې د تشدد څخه ډکو حملو کې د ۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي، د بريدونو وروستو په ملک کې ايمرجنسي (بيړني حالت) اعلان شوي او د ملک سرحدونه بند کړی شوي دي .

د چارواکو په وينا د پيرس په مختلفو علاقو کې د خودکارو وسلو د لارې د ډزو او چاؤدنو په نتيجه کې په درځنونو کسان وژل شوي دي .

چارواکو وئيلي خواؤشا ۱۰۰ کسان يواځې د بټاکلان په تهېټر باندې حمله کې وژل شوي دي، وسله والو په تهېټر کې خلک يرغمال کړي خو پوليس په وداني کې ګېر خلک بهر کړي او په دغه مهال دوه حمله کوؤنکي هم وژل شوي دي .

بټاکلان تهېټر کې خواؤشا ۱۰۰۰ کسان موجود ؤ او د يو امريکې بېنډ نندارې ته راجمع شوي وو .

د فرانس صدر اولاند وئيلي چې هغه په ملک کې اېمرجنسي نافذ کوي او د ملک سرحدونه تړي ، دا په ۲۱م صدۍ کې يورپ کې غېرمعمولي ګام دی .

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې هغويې په دې وخت کې د فرانس هر قسمه مرستې ته تيار دي .

د دغو حملو په فوري توګه چا زمه واري نه ده قبوله کړې .

د بټاکلان په تهېټر هال کې موجود يو عيني شاهد وئيلي چې حمله کوؤنکو په خلکو ګولۍ وره ولي او د ګولو په چلولو کې يې درې ځله دمه کړې ده . دغه کس وئيلي بهر وتونکې لارې سره نزدې ؤ ځکه په وتلو کې کامياب شوی دی .

د وژنو ځينې پېښې د پېرس په نورو ځايونو کې هم رامنځته شوي ، او په ابتدائي چاؤدنو کې يوه د يو مېدان نه بهر شوې چرته چې صدر فرانسو اولاند او په لويه شمېره کې خلکو د فرانس او جرمني ترمينځ د فټبال مېچ کتو ته ناست وو .

د چاؤدنو اوازونه په ميدان کې دننه هم اورېدل شوي او په دغې علاقه کې څو چاؤدنې شوي ، او چارواکو وئيلي په دغو کې يو ځانمرګی بريد ؤ .

پوليسو صدر اولاند د دغه ځايي په حفاظت بهر کړی دی .

د پيرس په مصروفو نورو منځني علاقو کې د خوراک څخاک هوټلې او( بارز) هم باندې هم حملې شوي او حمله کوؤنکو ډزې کړي دي .

د حملو نه پس په پېرس کې خلکو ته وئيل شوي چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي او راپورونه وايي داسې اطلاعات دي چې په ښار کې پوځ ځايې په ځايې کړی شوی دی .

د پېرس د حملو په نړېواله کچه د غندنۍ لړۍ روانه ده ؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG