لاس رسیدونکی لینک

یورپي هیوادونو مهاجرینو د مسلې په لړ کې د مالي امداد اعلان کړی


مهاجرینو مخه نیولو دپاره سلوینا په خپل سرحد ازغن تارونه ولگول

د یورپ په جنوبې جزیره مالټا کې یورت ته د تلونکو مهاجرینو په مسله د خبرو اترو دپاره د یورپ او افریقائي هیوادونو د سر مشرانو غونډه تیره هفته وشوه چې پکې یورپي هیوادونو مهاجرینو د مسلې په لړ کې یو اشاریه نهه ارب ډالرو امداد ‏لوظ وکړو.

د اپریل د میاشت په دغه ورځ د مالټا په ولیټا ساحل باندې د هغه مټرو قطار لگیدلی وو چې نزدې یوې مرده خانې ته يي د هغه کسانو مړي وړل چې د لیبیا ساحل سره نزدې په سمندر کې لاهو شوي وو.

په اته سوه لاهو شوو کسانو کې یوازې د ځېنې خلکو مړي سمندر نه راویستی شوي وو. د نورو خلکو لا تر اوسه درک نه دی معلوم شوی.

هم ددغه غمناکې پیښې په تناظر کې دا هفته په مالټا کې یورپي او د ١٣ افریقائي هیوادونو د سر مشران د غیر قانوني مهاجرت په مسله غور دپاره راغونډ شول.

د مهاجرت بنیادي وجوهات لمنځه وړلو دپاره یورپین یونین په یو اشاریه نهه اربه ډالرو مالي امداد کولو اتفاق وکړو. ددغه مالي امداد هدف به د کار روزگار مواقعې کول، د صحت د خیرښیگړې سهولتونه برابرول او د جنگونو مخنیوی کول وي.

خو د افریقائي هیوادونو اکثرو مشرانو په دغه مالي امداد څه ډیر اطمینان څرگند نه کړو.

د نیژیر صدر محمدو ایسافو وايي یو اشاریه نهه اربه ډالر کافي نه دي ځکه چې ضرورتونه ډیر زیات دي.

خو د اټلي وزیراعظم مټی یو رینزي د یورپین یونین په مجوزه مالي امداد تنقید رد کړو. ښاغلی رینزي وايي دا د هغه خلکو فیصله ده چې جام ورته نیم خالي ښکاري خو هغه جام نیم ډک ویني.

ځېنې تجزیه کار وايي افریقائي هیوادونو سره په دغه کچه امداد ناکافي دی. مارته فورسټي چې د اوور سیز ډویلپمنټ انسټیټیوټ یا سمندر پورې ترقۍ نومې ادارې څیړنکاره ده وايي شام کې د حالاتو په نتیجه کې د مسائلو مخنیوي دپاره ترکي ته درې اربه یوروز ورکړی شوي دي نو که ددغه پیسو مقابله ټول براعظم افریقې ته ورکړی کیدونکی مالي امداد یو اشاریه اته ارب یوروز سره وکړی شي نو دا کافي نه دی.

د مهاجرینو مسله حل کولو دپاره یورپي مشرانو د اوولسو پاڼو ایکشن پلین یا تگ لاره تیاره کړې ده چې د نورو گامونو ترڅنگ پکې دا خبره هم ده چې یورپي هیوادونه به په انفرادي توگه افریقائي ملکونو سره د مهاجرت او پرمختگ دپاره لوظنامې لاس لیک کوي.

شام په مقابله کې افریقې نه یورپ ته د تلونکو خلکو شمیره کمه ده. دا وخت شپږ لکه او پنځوس زره کسان چې زیاتره د شام خلک دي، په بحیره روم د یونان او ترکي د لارې یورپ ته رسیدلې دي.

سویډن چې د ډیر واخت راهسې په یورپ کې د مهاجرینو پلوي هیواد وو، د زیارت یا پنجشنبې په ورځ يي په خپل سرحد خلکو د څارنې دپاره سفري قدغنونه اعلان کړل.

XS
SM
MD
LG