لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو خپل منځه جنګ : منصور دادالله وژل شوی که نا؟


د زابل والي انور خان اسحاق زۍ ډیوه ریډیو ته ویلي د ي د‏ منصور دادالله د وژل کیدلو غږ یې اوریدلی دی خو د دغه خبر د رښتیا کیدلو تصدیق نه شي کولی - د زابل نه په ټليفون والي اوویل د قلعه سخه یو سل شل کلومیټره په لرې پرته خاک افغان اولسوالۍ کې جنگ روان دی او گڼ شمیر مړي پکې شوي دي. والي واېي د جگړې په ځاېي کې د افغان طالبانو نه بیل شوي گوند د ملا رسول پلویان او هغه معاون منصور دادالله موجود وو-

وړاندې د زابل نه یو امنيتي چارواکي غلام جیلاني فراهي ازادي راډيو ته ویلي وو چې داد الله تیره شپه په خاک افغان ولسوالۍ کې د اخترمحمد منصور د پلویانو له خوا وژل شوی دی-

زابل ته ددغه خبر د تصديق لپاره رسيدلي د اشنا ریډیو خبریال عزیزالله پوپل ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې هلته یې د ځاېي رسنیو او عامو خلقو نه معلومات کړي دي خو څوک هم د منصور دادالله د وژل کیدلو په حقله سکوټه خبره نه کوي-

تر ټولو د مخه د داد الله د وژل کیدلو خبر ېوې ویب پاڼې (نن اسیا) ورکړی و "د طالبانو څخه د بېلې شوې ډلګۍ مرستیال او داعش پلوی قومندان منصور داد الله د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې وژل شوی دی" ددغه ویب پاڼې په حقله د کابل نه یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې د افغان طالبانو پلوي کوي-

(تازه)

بلې خواته د الفدا نومې وېب پاڼې لخوا خبرېالانو ته لېږل شوي خبر کې دمنصور دادالله د وژلو خبر رد شوی دی. خبر کې دعوا شوېده " د زابل په جګړه کې د مجاهدينو له خوا د اخترمحمد او محقق پر ملېشو دوه فدایي حملې ترسره شوې، چې په یادو حملو کې د اختر محمد او محقق د ملېشو په لسګونه کسان وژل شوي دي. د همدې خبرې د پټولو لپاره ملېشو د منصور دادالله د شهادت د دروغو پروپاګند پیل کړل."​

دادالله د طالبانو په مهمه مشرانو کې شامل و او په ورستیو کې د خبرونو تر مخه د مولا اختر منصور سره د اختلافونو په وجه د بیلی شوې ډلې معاون جوړ شوی و- د ملا عمر د مرگ د خبر نه ورستو مولا اختر منصور د افغان طالبانو مشر ټاکل شوی و، خبرونه واېي د طالبانو ځيني مهمه مشران د مولا اختر منصور په مشرۍ خو‍شاله نه وو چې مولا دادالله هم پکې شامل و-

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG