لاس رسیدونکی لینک

جنرل راحيل پخپل خواهش امريکا ته راروان دى،پينټاگون


ددفاع دمحکمې دچارواکي ترمخه” مونږ واشنگټن کې دپاکستاني سفارت خانې سره په گډه امريکائي چارواکو سره دمناسبو ملاقاتونو ټاکلو لپاره کار کوؤ

دامريکا ددفاع دمحکمې يو چارواکي وائس اف امريکا ته وئيلي دي دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف پخپله خواهش دامريکا دوره کوي اؤ دامريکا ددفاع دمحکمې چارواکي به جنرل راحيل سره دهغه په خواست ليدنه کوي.

ددفاع دمحکمې دچارواکي ترمخه” مونږ واشنگټن کې دپاکستاني سفارت خانې سره په گډه امريکائي چارواکو سره دمناسبو ملاقاتونو ټاکلو لپاره کار کوؤ“ دهغه په وينا دجنرل راحيل شريف دې سفر سره به ددواړو هيوادونو ددفاعي شراکت دارۍ په اړه په هاغو امنيتي چارو دخبرو موقع ترلاسه شي په کومو چې هغوي پاکستان سره خبرې کوي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف د١٦م څخه ١٩م نومبر پورې دواشنگټن سفر کوي، تر دې مهاله دهغه ددغه دورې تفصيلات مخې ته نۀ دي راغلي خو هيله کيږي چې هغه به خپل امريکائي سيال جنرل مارک اى مائيلي اؤ امريکائي چيفس اف سټاف جنرل جوزف ډن فوډ پشمول دامريکائي انتظاميې مهمو چارواکو سره ليدنې کوي.

دامريکا دسفر څخه دمخه جنرل راحيل شريف نن دزيارت په ورځ دچين ديو لوړپوړي عسکر چارواکي فين چينگ لانگ سره اسلام اباد کې ليدنه کړې ده.

جنرل راحيل سره دچين دسينټرل پوځي کميشن وائس چئيرمين فين چينگ لانگ دليدنې څخه وروستو دجاري شوي بيان ترمخه چيني مشر دايسټ ترکستان اسلامک موومنټ ډلې دجنگيالو په ضد دپاکستاني پوځ دگامونو ستائينه کړې ده.

چين تور لگوي چې ددغه هيواد دمسلمان اکثريت ليويدېزې خپلواکه سيمې سنکيانگ کې دايسټ ترکستان اسلامک موومنټ جنگيالي دتشدد پيښو کې ککړ دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار له لوري دجاري شوي بيان ترمخه دچين دسينټرل پوځي کميشن دکوم وائس چئيرمين تيرو يوولسو کلونو کې دپاکستان دا لمړۍ دوره ده.

دپاکستان دراولپينډۍ ښار په پوځي دفتر کې کې دپاکستان اؤ چين دعسکري هيئتونو ترمينځ تفصيلي مذاکرات شوي چې پکې دسلامتۍ په اړه دخوښۍ په چارو، سيمه ييز امنيت اؤ ددفاع څانگو کې په دوه اړخيزه مرستې خبرې اترې شوي دي.

دبيان ترمخه دپاکستاني پوځ سرلښکر وئيلي دي چې دپاکستان اؤ چين اړيکې پخپل مينځي درناوي اؤ مرستې بنياد لري.

په دغه موقع دپاکستان چين داقتصادي لارې په منصوبه هم خبرې شوي، دچين دلوړپوړي عسکري چارواکي ترمخه دا منصوبه ددواړو هيوادونو لپاره يو شان گټوره ده اؤ دواړه هيوادونه ددې دپوره کولو لپاره ژمن دي.

دپوځي بيان ترمخه چيني چارواکي داقتصادي لارې دمنصوبې تحفظ لپاره دپاکستاني پوځ گامونه ستائيلي دي.

وروستو چيني مشر دپاکستان وزيراعظم نواز شريف سره هم ليدنه کړې ده، ديو سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم وويل چې چين سره دوستانه اړيکې دپاکستان دخارجه تگلارې مرکزي نکته ده.

XS
SM
MD
LG