لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ اؤ حکومت ولې یو بل ته اورؤنې پیل کړي ؟


د ارمي پبلک سکول پیښه پاکستان د پاره د نائن الیون حیثیت لري
د ارمي پبلک سکول پیښه پاکستان د پاره د نائن الیون حیثیت لري

په پاکستان کې د حکومت اؤ پوځ ترمینځه د ترهګرۍ د خاتمې په قومي تګلاره یا نیشنل ایکشن پلان د عملدرامد پسر یو بل ته اورؤنې شروع شوي.
اؤ چرته که پوځ د حکومت نه غوښتي چې د ترهګرۍ په ضد روانو عملیاتو نه د ښو نیتجو ترلاسه کولو اؤ هیواد کې د امنیت ټینګښت دپاره باید حکومت انتظامي چارې ښې کړي نو هلته د شورو په ماښام حکومت هم د خپل یو بیان د لارې پوځ ته وریاده کړې ده چې د ترهګرۍ ختمولو دپاره په قومي تګلاره عملدرامد کول یوه ګډه ذمه واري ده اؤ ټولو ادارو ته به د ائین د درشل دننه په دغه لړکې خپل کردار ترسره کول وي.
قومي ایکشن پلان ته ولې اړتیا پیدا شوه؟
په 16م دسمبر 2014ء ترهګرو پیښور کې په ارمي پبلک سکول حمله وکړه اؤ خواوشا 154 کسان یې وژل چې زیاتره پکې ددغه سکول ماشومان، استاذان اؤ نور مامورین شامل وؤ.
دغه برید دپاکستان د پاره د نائن الیون پڅیر یوه لویه واقعه ثابته شوه اؤ د پاکستان حکومت اؤ ټولو سیاسي ګوندونو په یو اتفاق سره هیواد نه د ترهګرۍ خاتمې دپاره په شلو نکتو اډاڼه یو قومي تګلاره د نیشنل ایکشن پلان په نوم جوړه کړه.
د نیشنل ایکشن پلان مهمې نکتې
ترهګرو ته د ورکړی کیدونکو مالي مرستو مخه به نیولی شي، غیرقانوني ګرځول شوي تنظیمونه به کار کولو ته نه پریښودل کیږي،دیني مدرسو کې به اصلاحات رامینځته کولی شي،قبائیلي سیمو دپاره به هم اصلاحات کولی شي، د جوماتونو د لوډ سپیکرو نه به د پاروونکو تقریرونو مخه نیولی شي اؤ داسې نور.
ددغه پلان د عملي کولو دپاره د پاکستان پارلمان اؤ حکومت پوځ ته هم پوره پوره اختیارات ورکړي تر دې چې ددغه پلان عملي کیدو دپاره په هیواد کې د پوځي عدالتونو د قیام منظوري هم د پارلمان لخوا ورکړی شوې په کوم چې د بشري حقونو دپاره کارکوونکو تنظمونو اؤ جمهوریت خوښو قوتونو زیاتې نیوکې کړې وې خو بیا هم د ترهګرۍ په ضد دغه قومي تګلاره تر اوسه عملي نه شوه.
د نیشنل ایکشن پلان د عملي کولو دعوې دا وخت د پاکستان حکومت هم کوي اؤ پوځ هم خو ددغه قومي تګلارې ځینې نکتې داسې دي چې هغې باندې تر دې مهاله هډو کار نه دی شوی.
لانجه په کومو نکتو ده؟
څیړونکي وایي که یو لوري ته نن د پاکستان په قبائیلي سیمو کې پوځ د ترهګرو په ضد په عملیاتو بوخت دی اؤ په دغو عملیاتو کې په لکونو قبائیل ځپل شوي ، د خپلو کورونو اؤ شتمنیو په پریښودو مجبور شوي نو پوځ ته پکې هم د سرونو دروند زیان اوښتی خو بیا هم په کومو پیسو اؤ وسلو چې دغه ترهګر جګړې کوي د هاغو وسلو اؤ پیسو ترهګرو ته د رسیدو مخه تر دې دمه نه ده نیول شوې.
هم دغه شان دمیډیا راپورونه وایي په پاکستان کې چې کوم تنظیمونه غیرقانوني ګرځول شوي هغه هم تر دې مهاله خپل فعالیتونه ښه په ډاډه زړه ترسره کوي اؤ د مخنیوي دپاره یې هیڅ اقدامات نه ترسترګو کیږي.
دیني مدرسو کې د اصلاحاتو کتاب هم لا بند پروت دی اؤ نن هم د جوماتونو نه دفرقو اؤ عقیدو په بنیاد د یو بل په ضد د نفرت ډک تقریرونه کیږي.
د قومي ایکشن پلان عملي کولو په لړکې د پوځ اؤ حکومت د لوړو لوړو دعوؤ باوجود هم نن د ترهګرو تر مینځ د رابطو اؤ دهغوئ د مطبوعاتي پروپیګنډو مخه نه ده نیول شوي.
دغه ترهګر تنظیمونه ښه په ډاډه زړهً پاکستان کې د ترهګرۍ د مقصدونو دپاره د سوشل میډیا استعمال کوي اؤ حکومت یا پوځ په دې نه دی توانیدلی چې ددوئ د نیټ رابطې ختمې یا کمې کړي.
څیړونکې په دې هم نیوکه کوي چې په پاکستان کې دتیرو دوؤ کالو په دوران کې دترهګرۍ د مخنیوي د ادارې نیکټا د بورډ یوه غونډه هم نه ده شوې.
په قبائیلي سیمو یا فاټا کې د اصلاحاتو په حواله هیڅ پرمختګ نه دی شوی اؤ د فاټا نه د قومي اسمبلۍ د ممبرانو د غوښتنې باوجود حکومت قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو غوښتنه د مختلفو هیلو بهانو د لارې شاته غورځوي.
حکومت د قومي ایکشن پلان په اړه څه ستونزې لري؟
څیړونکي وایي چې د قومي ایکشن پلان د نه عملي کیدو لړ کې د پاکستان سیاسي حکومت هم د ځینو ستونزو سره مخ دی اؤ هغه دا چې امنیتي ځواکونه دعوې کوي چې یو شمیر قبائیلي سیمې یې د ترهګرو څخه پاکې کړي اؤ اوس په دغو سیمو کې سول واکمني ټینګول پکار دي خو په دغو سیمو کې د سول واکمنۍ ټینګولو د پاره زمکني حقائق بیا بدل دي ځکه چې امنیتي ادارو لا حکومت ته دا نه روښانه کړې چې هغوئ کوم بااثره ترهګر د مینځه وړي دي؟
بیا څیړونکي تر ټولو زیاته مهمه پوښتنه دا راپورته کوي چې په قبائیلي سیمو کې د روانو عملیاتو د حقائقو معلومولو دپاره ولې د ازادې میډیا کردار ختم کړل شوی دی؟.
نن چې په قبائیلي سیمو کې هرڅه کیږي د پاکستان پوځ یا طالبان میډیا ته اجازه نه ده ورکړې چې لاړ شي اؤ پخپلو سترګو ددغه احوال څخه نړۍ خبر کړي بلکې په دغه جګړه کې میدیا ټول انحصار د ایي ایس پي ار اؤ طالب ویاند لخوا میډیا ته په ورکړی کیدونکو دعوؤ کوي چې د هغې پخلی هډو د ازادو سرچینو څخه نه وي شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG