لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو وایي امریکا،چین اؤ پاکستان طالبان خبرو ته کښینوي


هغه هیله ښکاره کړې چې د دواړو خواؤ ترمینځ به د سولې خبرې بیا پیل شي
هغه هیله ښکاره کړې چې د دواړو خواؤ ترمینځ به د سولې خبرې بیا پیل شي

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو کمانډر قوماندان جنرال کمپبل وایي پاکستان ،چین اؤ امریکا هلې ځلې کوي چې طالبان افغان حکومت سره د سولې خبرو ته اماده کړي.
هغه هیله ښکاره کړې چې د دواړو خواؤ ترمینځ به د سولې خبرې بیا پیل شي خو یو څه وخت به اخلي.
کابل کې میډیا سره د خبرو په مهال جنرال کمپبل د یاغي طالبانو څخه وغوښتل چې د سولې خبرو ته کښیني خو دایې هم وویل چې په څو ډلو د طالبانو وېشل کېدو سره د سولې پروسې ته زيان رسي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې امريکا نور طالبان نه په نخښه کوي؟ وويل"په دې خبرو کې زموږ د دفاع وزارت وياند تېروتنه کړې وه چې وروسته تصحيح هم شوه، طالبان زمونږ ملګري نه دي، پخوا يې ډېر امريکايان وژلي دي"
خو هغه زیاته کړه چې اوس امريکايي ځواکونه عمليات نه ترسره کوي؛ ځکه نو افغان ملي ځواکونه ډېر د طالبانو د بريدونو لاندې راځي او ناټو د طالبانو د ځپلو لپاره افغان ملي ځواکونوته روزنه اؤ مرستې ورکوي.
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې د ناټو قوماندان روان جګړه ييز موسم سخت او کړکیچن وبللو خو زياته يې کړه چې افغان ځواکونو په مېړانه له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه.
هغه وویل د افغانستان په هوايي ځواک کار روان دى، راتلونکې مياشت به امريکا لومړۍ جنګي الوتکه افغان هوايي ځواک ته ورکړي او نورې الوتکې به د دريو کلونو په موده کې ورته ورسېږي.
نوموړي وویل چې اوس مهال افغان هوايي ځواک شاوخوا ١٠٠ بېلابېل ډول الوتکې لري او په ښه توګه خپل فعاليتونه ترسره کوي.
د افغانستان د حکومت له خوا د سيمې هېوادونو، روسيې، چين او هندوستان څخه د پوځي مرستو ترلاسه کولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو قوماندان وويل چې افغانستان يو خپلواک هېواد دى او حق لري چې دغو هېوادونو سره اړيکې ولري.
هغه زياته کړه چې ترهګر پوله او مذهب نه لري او د دغه ګډ د ښمن د له منځه وړو لپاره د سيمې هېوادونه بايد ګډه همکاري وکړي.
د نوموړي په وينا،د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د سيمه ييزې همکارۍ لپاره چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت کوم اقدامات کوي، دوى ورسره مخالف نه دي.
خو جنرال کمپبل وويل چې امريکا هم په دې برخه کې له چا وروسته نه ده، تر اوسه يې د پنځو ميلياردو ډالرو په ارزښت پوځي او نغدې مرستې کړې او په راتلونکي کې هم دا پلان لري.
نوموړى وايي چې دوى په راتلونکي کې د نورو پوځي الوتکو تر څنګ نظامي موټرې او پوځي وسايل هم افغان ځواکونو ته سپاري.
هغه زياته کړه چې امریکایي صدر بارک اوباما تېره مياشت د افغانستان لپاره ډېر مهم اعلان وکړو چې تر ٢٠١٦ وروسته به هم يو شمېر سرتېري په افغانستان کې پرېږدي.
د نوموړي په وينا، د هغه دغه اعلان د افغانستان اولس، حکومت، امنيتي ځواکونو او په خپله ناټو ته ډېر مهم او ګټور دى.
جنرال کمپبل وويل چې د صدر اوباما ددې اعلان وروستو ناټو په اسانه توګه کولى شي تر ٢٠١٦ کال وروستو د افغانستان په اړه خپل پلانونه جوړ کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG