لاس رسیدونکی لینک

د داعش نه د سنجارخلاصولو دپاره کُردانو عمليات پېل کړي


په دغه ښار د تُندلارو د قبضې نه پس امريکا د خپلو اتحاديانو سره په ګډه د داعش په ضد عمليات شورو کړي وو .

په عراق کې کُرد جنګيالو د داعش نه د سنجار علاقې بيرته اخيستو دپاره د زيارت په ورځ عمليات پېل کړي دي ، سنجار علاقه تېر کال د اګست په مياشت کې داعش قبضه کړې او په دغه سيمه کې اباد لږکۍ او په خصوصي توګه د يزيديانو زورول يې پېل کړي وو .

په دغه ښار د تُندلارو د قبضې نه پس امريکا د خپلو اتحاديانو سره په ګډه د داعش په ضد عمليات شورو کړي وو .

د کُردانو د سيمه ييز سلامتي کونسل لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې خواؤشا اووه نيم زره (پېش مرګه) جنګيالي د سنجار سره نزدې غرونو پله رايوځايي کيږي او د دويې هڅه ده چې د تُندلارو لار ونيسي او ښار په خپله ولقه کې واخلي .

د زيارت په ورځ د کُردانو او تُندلارو ترمينځ د درنې وسلې استعمال شوی، او په لمړو مورچو د موجود ځواکونو يو کمانډر مېجر جنرال سيمي بوسيال ترمخه پېش مرګه جنګيالو پوزيشن سمبال کړی او د فضائي کارروايۍ او کومک انتظار کوي چې ښار پله پرمختګ اوکړي .

کُردانو ته د داعش په ضد عملياتو کې د امريکې په مشرۍ د اتحاد د فضائي عملياتو مرستې حاصلي دي .

د سنجار علاقه په يوه داسې مرکزي شاهراه باندې موقعيت لري کوم چې د داعش د ولقې لاندې د عراق شمالي ښار موصل او په شام کې د دويې د خپل سره خلافت د پلازمينې رقه سره مېلاويږي .

په دواړو ملکونو کې موجود کُرد جنګيالي د اتحاديانو سره په ګډه په دغه ټوله راهدارۍ د قبضې بحال کولو هڅې کوي .

د امريکايي اتحاد سره اړونده پوځي استخباراتي چارواکي کيپټن چانس مېکرا د شورو په ورځ خبريالانو ته وئيلي ؤ که چرته په دغه غټه شاهراه (لار) باندې قبضه کيږي نو د داعش د غټ ځواک هلې ځلې په قلار کېدی شي .

بل لور ته د ملګرو ملتونو د عراق دپاره چارواکو وئيلي چې د عراقي ځواکونو د داعش په ضد عمليات ډېر په قلاره دي خو بيا هم کاميابۍ ترلاسه کوي .

جان کوبس د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ته وئيلي چې د روان کال جولائۍ په مينځ کې د نړيوال اتحاد د فضائي اتحاد په ملاتړ امنيتي ځواکونو او شيعه ملېشې د داعش تُندلاري د مختلفو ښارونو نه بهر کړې او د ملک تر ټولو غټ د تېلو مرکز يې ترې په قبضه کې اخيستی ؤ .

XS
SM
MD
LG