لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

'دترهګرۍ دمخنیوي په تګلاره عمل دټولو ادارو ګډه ذمه واري ده'


پوځ د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د نورې غیرپوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
پوځ د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د نورې غیرپوځي مرستې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت په ډاګه کړې ده چې د ترهګرۍ ختمولو دپاره په قومي تګلاره عملدرامد کول یوه ګډه ذمه واري ده اؤ ټولو ادارو ته به د ائین د درشل دننه په دغه لړکې خپل کردار ترسره کول وي
حکومتي ویاند د شورو په ورځ مطبوعاتو ته په جاري کړي یو بیان کې وئیلي چې دعامو وګړو په ژوند کې د مثبت بدلون راوستو دپاره به د ترهګرۍ په ضد د قومي تګلارې یا قومي ایکشن پلان په ګډون په نورو ټولو اقداماتو عمل درامد روان ساتلی شي.
د حکومت له لوري دغه څرګندونې وروستو له هغې مخې ته راغلي چې یوه ورځ له مخکې پوځ د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې د نورې غیرپوځي مرستې غوښتنه کړې وه.
د پاکستان د پوځ د سرلښکر جنرال راحیل شریف په مشرۍ د نهې په ورځ د کور کمانډرانو ترسره شوې غونډه کې وئیل شوي وؤ چې د ترهګرۍ په ضد د روانوعملیاتو څخه د غوره نتیجو اؤ هیواد کې د امنیت ټینګښت دپاره ضروري ده چې حکومت انتظامي چارې ښې کړي.
دپوځ لخوا ددغه بیان نه وروستو د شورو په ورځ دپاکستان پارلمان یا قومي اسمبلۍ کې د پوځ په بیان تاودهً بحثونه شوي وؤ اؤ په حکومت نیوکه شوې وه چې د نااهلۍ له امله یې پوځ دغسې بیان ورکولو ته اړ شوی .
د حکومت په بیان کې یادؤنه شوې ده چې د تندلاریتوب اؤ ترهګرۍ په ضد د حکومت له لوري د تیرو دوؤ کالو په دوران کې څومره ګامونه اخستل شوي دهغې په ځایې کې ستائنه شوې ده.
بیان کې وئیل شوي'په دې تګلاره کامیابۍ سره عملدرامد موجوده حکومت ته د ترلاسه پراخه سیاسي اتفاق،د پوځ د زلمو اؤ افسرانو د شجاعت، دصوبایي حکومتونو، پولیس، سول وسله والو ځواکونو اؤ د استخباراتو د کوټلو کوششونو په نتیجه کې ممکن شوی'
د بیان له مخې اعلی عدلیې هم دغو هڅو کې کوټلې مرسته کړې خو تر ټولو زیات د ستائینې وړ عوام دي چا چې د زړه نه ددې عملیاتو ملاتړ کړی دی.
بیان کې زیاته کړل شوې چې حکومت خپل ځان د اولس مخې ته د ځواب وئیلو پابند ګڼي ځکه ټولې فیصلې د قومي ګټو په نظر کې نیولو سره په روڼ انده انداز کوي.
د پوځ د بیان نه وروستو د حکومت دغه بیان ته څیړونکي په خاص تناظر کې ګوري اؤ په میډیا اؤ سوشل میډیا هم د حکومت اؤ پوځ ترمینځ د ترهګرۍ د مخنیوي په قومي تګلاره د اختلافاتو په اړه بحثونه پیل شوي دي.
د پاکستان وتلي پښتون قام پرست مشر محمود خان اچکزۍ د شورو په ورځ قومي اسمبلۍ ته د خپلې وینا په وخت وئیلي وؤ چې که د دوؤ شریفانو ترمینځ څه ګړبړ پیدا کیږي نو هغه به د سول شریف په طرف ودریږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG