لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل:زرګونه پاریدلي مظاهرین د ارګ مخې ته ورټول شوي


په زرګونو افغانان د داعش لخوا د خلکو د وژنې په ضد لاریون کوي
په زرګونو افغانان د داعش لخوا د خلکو د وژنې په ضد لاریون کوي

د شورو په ورځ په کابل کې په زرګونو پاریدلو مظاهرینو اؤ د مدني ټولنې غړو د افغانستان د صدارتي ماڼۍ یا ارګ مخې ته د هاغو اوؤ کسانو د وژنې خلاف احتجاج اؤ لاریون کړی چې تیره ورځ ترې په زابل کې د دولت اسلامیه یا داعش وسله والو مرۍ غوڅې کړې وې.
د ځایي میډیا د راپورونو له مخې دغو مظاهره چیانو چې ښځې، زلمي اؤ د پارلمان ځینې غړي هم پکې شامل وؤ د ځان سره د وژل شوؤ کسانو د مړو تابوتونه هم په اوږو اخستي وؤ اؤ په بیلابیلو لارو د تیریدو وروستو یې دغه مړي د ارګ مخې ته ورسول.
راپورونه وایي مظاهرینو افغانستان کې ورځ تر ورځه د بیګناه خلکو د وژنو د پیښو غندنه اؤ د افغانستان د صدر اشرف غني اؤ اجرائیه رئیس یا چیف ایګزیکټیو عبدالله عبدالله څخه یې د مستعفي کیدو غوښتنه کوله.
د راپورونو په اساس تیره اوونۍ د تندروه وسله والې ډلې داعش مربوط ازبک جنګیالو د اوو ترکمن افغان وګړو چې پکې درې میرمنې اؤ یوه ماشومه شامل وه مرۍ غوڅې کړې وې .
دغه کسان د غزني د جاغوري اولسوالۍ څخه تښتول شوي اؤ د زابل په ارغنداب سیمه کې وژل شوي وؤ.
لاریون کوونکو د وژل شوؤ کسانو مړي د ځان سره اخستي وؤ اؤ د افغان حکومت نه یې غوښتنه کوله چې ددغسې پيښو مخه ونیسي یا دې اقتدار پریږدي.
افغان چارواکو تر اوسه ددغه احتجاج په هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی خو افغان صدر اشرف غني تیره ورځ امنیتي چارواکو ته امر کړی ؤ چې په پیښه کې ککړ کسان دې زر تر زره د قانون منګولو ته راکش کړی شي.
په دې وروستو کې د افغانستان دننه د خپلسره اسلامیه دولت یا داعش په چټکتیا سره پراختیا پیدا کوي اؤ دا مهال د داعش جنګیالي د افغانستان په یو شمیر سیموکې د حکومت مخالفه یاغي طالبانو سره په جګړو بوخت دي .
په زابل کې وژل شوي دغه اووه کسان هم د طالبانو اؤ داعش ترمینځ د نښتو په مهال د داعش وسله والو په بې دردۍ سره وژلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG