لاس رسیدونکی لینک

هند اؤ افغانستان خپلو کې په پوځي مرستو غځولو صلاح شوي


افغانستان اؤ هندوستان خپلو کې د دفاعي اؤ پوځي مرستو په غځولو صلاح شوي اؤ د هند حکومت افغانستان ته باور ورکړی چې ددغه جګړه ځپلي هیواد سره به خپلې اقتصادي همکارۍ ته نوره وده هم ورکړي.
ددواړو هیوادونو ترمینځ دغه صلاح هند ته د افغانستان د ملي امنیت د صلاح کار محمد حنیف اتمر د دوه ورځني سفر په مهال شوې ده.
خبري ادارې پژواک د افغانستان د ملي امنیت د کونسل د ترجمان تواب غورځنګ له قوله د شورو په ورځ وئیلي چې هند ته پخپل سفر کې افغان چارواکي حنیف اتمر د خپل هندي سيال، د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزيرې مېرمن سوشما سوراج، د هندوستان د استخباراتي ادارې د مشر راجېندل کهنا، د بهرنيو چارو د وزارت د مرستيال ډاکټر جي شينکر او د دفاع وزير مهوهر پريکار سره ګټورې ليدنې کړې دي.
ښاغلی غورځنګ وایي چې حنيف اتمر دغو هندي چارواکو سره د سياسي، اقتصادي او نظامي اړيکو تر څنګ د ترهګرۍ په ضد په ګډه مبارزه خبرې کړې دي خو ددغو خبرو نور جذئیات یې نه دي په ډاګه کړي
هند ته د افغان حکومتي وفد د سفر نه وړاندې نړیوالې میډیا راپورونه خپاره کړي وؤ چې په دغه سفر کې به هند افغانستان ته د څلورو جنګي هیلي کاپټرو د ورکولو اعلان هم وکړي خو د افغانستان د ملي امینت کونسل نه ده په ډاګه کړې چې هند دغه هیلي کاپټرې افغانستان ته ورکوي که نه ؟
دا په داسې حال کې ده چې د افغان صدر اشرف غني اقتدار ته د راتلو سره سم هغه د هند څخه د پوځي مرستو ترلاسه کول ودرولي وؤ خو د پاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د وروستي تاؤتریخوالي نه وروستو دا لمړی ځل دی چې د اشرف غني حکومت هندوستان سره د پوځي مرستو په غځولو خبرې کړي دي.

دافغانستان د ملي امنیت کونسل ویاند هندوستان ته د افغان چاروکي حنیف اتمر دغه سفر او ليدنې کتنې ګټورې بللي اؤ وايي چې د ملي امنيت صلاح کار او د افغانستان حکومت د دغه سفرد نتیجو څخه خوشحاله دی
وياند وايي چې ددغه سفر وروستو به افغانستان سره د هندوستان اقتصادي او پوځي مرستې او همکارۍ لا ډېرې شي.

XS
SM
MD
LG