لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ په بيان د محمودخان اچکزي اندېښنه


اچکزی وايي که چرته د دواړو شريفانو په مينځ کې ګړبړ کيږي نو زه به د سويلين شريف سره اودرېږم
اچکزی وايي که چرته د دواړو شريفانو په مينځ کې ګړبړ کيږي نو زه به د سويلين شريف سره اودرېږم

د پښتون قام پرسته ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزۍ د پوځ لخوا په جاري شوي هغه بيان تحفظات وړاندې کړي چې پکې پوځ وئيلي د ترهګرۍ په ضد روانو عملياتو د تل پاتې ګټو دپاره به حکومت ته هم ښه انتظامات کول وي .

محمود خان اچکزۍ وئيلي " د ائي اېس پي ار پريس ريليز د ائين د روح خلاف دی دا احتيار چاته ورکړی شوی چې د ائين د سرلوړۍ خبره وکړي" .

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر دغه خبرې نن د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د اعتراض په نکته د خبرو په مهال کړې دي او وئيلي دي چې نوازشريف او د پوځ مشر جنرال راحيل شريف يواځې هغه وخت په يوه صفحه کېدی شي چې کله په ملک کې د ائين سرلوړي وي .

هغه وئيلي " ما په دې اېوان کې دغه خبرې کړې وه چې که چرته دوه شريفان په يو مخ ولاړ وو نو مونږ به يې غېر مشروط ملاتړ کوؤ، زه اوس هم وايم چې دواړه شريفان په يوه صفحه وي ائين به بالادست وي او که چرته د دواړو شريفانو په مينځ کې ګړبړ کيږي نو زه به د سويلين شريف سره اودرېږم" .

له دې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشرخورشيدشاه د ائي اېس پي ار بيان ته په اشاره کولو سره وئيلي حکومت خپله کارکردګي ښه کړي او دغه بيان يي د حکومت دپاره اشاره ګرځولې ده ، هغه وئيلي حکومت پارليمنټ سنجيده نه اخلي او هيله يې څرګند کړې چې وزيراعظم کابينه سمه کړي .

دغه رنګ د پاکستان تحريک انصاف ډلې يو غړي شفقت محمود هم وئيلي چې د ائي اېس پي ار بيان په حکومت د بداعتمادۍ څرګندونه کوي .

قامي اسمبلۍ کې دغه خبرې په داسې مهال شوي چې د نهې په ورځ د راولپنډۍ پوځي مرکز کې د کورکمانډرانو يوه غونډه شوې او د غونډې نه پس د پوځ د مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار لخوا په جاري شوي بيان کې د ترهګرۍ په ضد د روانو عملياتو ترڅنګ د قومي ايکشن پلان او حکومت د انتظام د غوره والي خبرې شوي دي .

د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په دې خبره زور راوړی چې د ترهګرۍ په ضد د روانو عملياتو د اوږد نتيجو او تل پاتې امن دپاره ضروري ده چې حکومت دې هم د غوره حکمرانۍ دپاره ګامونه پورته کړي .

د ائي اېس پي ار ترمخه " پوځي کمانډرانو د ترهګرۍ په ضد جوړې قامي تګ لارې باندې د عمل کولو، په قبائيلي علاقو کې د اصلاحاتو، او د ګډو تحقيقاتي ټيمونو کار په ترجيحي بنيادونو سرته د رسؤلو سره وئيلي په هغو ټولو خبرو دې غور اوکړی شي د کومو نه چې په ملک کې روان اپريشن متاثر کېدی شي" .

د پوځي بيان ترمخه په غونډه کې د ملکي امنيت، د پوځ سرلښکر د امريکې د سفر په اړه د خبرو ترڅنګ وئيل شوي چې د ترهګرۍ او انتهاپسندۍ د خاتمې دپاره روانو عملياتو کې پوځ ته د اولس کلک ملاتړ حاصل دی .

محمودخان اچکزۍ قامي اسمبلۍ ته په وينا کې په منځني ختيز کې د راولاړېدونکو بدلونونو يادګېرنه کړې او وئيلي يي دي چې روس په بحيره کيسپن يا بحېره خزر شام کې د خپلې سمندري بېړۍ نه په شام کې مېزائيلې داغي، عراق تباه کيږي او د هغه په وينا ليبيا او مصر کې هم حالات خراب دي .

هغه وئيلي په دغو حالاتو دې پارليمان په اعتماد کې واخيستل شي چې " دلته د داعش خبرې کيږي او زه په ډاګه وايم چې مونږ به د کومې داسې خارجه پاليسۍ ملاتړ ونه کړو کومه چې په پارليمان کې نه وي جوړه شوي مونږ غواړو چې په اعتماد کې دې واخيستل شو ګډه غونډه دې رااوبلل شي او خبره دې اوشي".

د پوځ لخوا د کورکمانډرانو د غونډې نه پس په جاري شوي بيان چې د حکومت له طرفه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی البته د دفاع مرکزي وزير خواجه اصف ځايي ميډيا سره په خبرو کې وئيلي چې د حکومت احتساب به د کال 2018م په انتخاباتو کې اولس کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG