لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې دپوليو درې ورځنى مهم پيل شوى


 دروغتيا صوبائي محکمې په دغه مهال سفر کوونکو ماشومانو ته دپوليو دويکسين اچولو لپاره په ٧٧٤ مقاماتو دپوليو دمخنيوي ډلې ځايې پځايې کړي دي.
دروغتيا صوبائي محکمې په دغه مهال سفر کوونکو ماشومانو ته دپوليو دويکسين اچولو لپاره په ٧٧٤ مقاماتو دپوليو دمخنيوي ډلې ځايې پځايې کړي دي.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا ٢٥ؤ ضلعو کې دنهې په ورځ دپوليو دمخنيوي درې ورځنى مهم پيل شوى دى.

ديو سرکاري بيان ترمخه ددغه مهم په مهال به دپينځوؤ کلونو څخه دکم عمر د٥٠ؤ لکو څخه زياتو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکي ورکول کيږي، دمهم دختميدو څخه وروستو دپوليو دڅاڅکو څخه دمحرومو پاتې شوؤ ماشومانو لپاره هم يوه ورځ مقرر کړل شوې ده.

دروغتيا صوبائي محکمې په دغه مهال سفر کوونکو ماشومانو ته دپوليو دويکسين اچولو لپاره په ٧٧٤ مقاماتو دپوليو دمخنيوي ډلې ځايې پځايې کړي دي.

دخيبرپښتونخوا دروغتيا وزير شهرام ترکۍ دمهم دتيارۍ لړ کې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال ځانگړى امر کړى چې کومو سيمو کې موروپلار خپلو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو اچولو څخه انکار کوي هلته دې اړونده چارواکي پخپله لاړ شي اؤ دمنتخبو استازو اؤ ديني مشرانو په مدد سره دې ددغسې موروپلار دقائلولو هڅه وکړي ترڅو کوم ماشوم هم ددغه معذوره کوونکې ناروغۍ دمخنيوي دڅاڅکو څخه محروم پاتې نۀ شي.

افغانستان اؤ پاکستان دنړۍ هاغه دوه هيوادونه دي چرته چې تراوسه دپوليو ناروغي په مکمله توگه ختمه شوې نۀ ده، له دې وړاندې نائجيريا هم دغه فهرست کې شامله وه خو سږکال ستمبر کې دروغتيا نړيوالې ادارې ديو کال څخه دزياتې مودې پورې دغه هيواد کې دپوليو دکوم کيس مخې ته دنۀ راتللو په اساس دا دپوليو څخه پاک هيواد گرځولى ؤ.

څيړونکي وائي پاکستان هم دپوليو دمخنيوي لپاره کوټلې هڅې کړي خو دهيواد بيلا بيلو برخو کې دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دروانې ناقرارۍ له امله دغه هڅې اغيزمنې شوي دي.

تيرکال ټول پاکستان کې درپورټ شوؤ پوليو دکيسونو شميره د٣٠٠ؤ څخه اوښتې وه کومه چې تر دې مهاله يو کال مخې ته دراغلو کيسونو تر ټولو لويه شميره ده.

دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ په لويې شمير کې دخلکو ازادانه تگ راتگ هم دپوليو دخوريدو لويه وجه گرځولى شي.

دچارواکو وينا ده چې روزانه د١٤٠٠ؤ څخه زيات خلک دپاک افغان پولې څخه ورتيريږي چې پکې دپينځوؤ کلونوڅخه دکم عمر خواؤشا ٩٠٠ ماشومان هم شامل دي.

سږکال پاکستان اؤ افغانستان دواړو هيوادونو څخه دپوليو دخاتمې لپاره پخپل مينځي مرسته هم اتفاق کړى.

دحکومتي هڅو په نتيجه کې دپوليو په وائرس تر ډيره حده قابو موندل شوې دکوم اندازه چې ددې خبرې څخه لگول کيدى شي چې سږکال پاکستان کې دپوليو يواځې ٣٨ کيسونه مخې ته راغلي دي.

پاکستاني چارواکي هيله کوي چې دپوليو دمخنيوي هڅې به نورې هم موثره جوړولى اؤ د٢٠١٦م تر اخره به هيواد دپوليو دناروغۍ څخه پاک کړى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG